ويکيليکس: د اسامه ځوی له امريکا څخه د خپل پلار دمرګ سند غوښتی
رياض (عزم : شنبه، غبرګولي ۳۰ مه، ۱۳۹۴ل)
د رازونو او سندونو د افشاء کېدو نړېوالې ادارې (ويکيليکس) په خپل يوه تازه خبر کې ويلي چې د اسامه بن لادن ځوی عبدالله بن اسامه د ۲۰۱۱ کال د ستمبر په ۹ مه نېټه په رياض کې د امريکا سفارت ته يو ليک ليږلی او په هغې کې يې د خپل پلار د وژل کېدو په اړه اسناد او ثبوتونه غوښتي دي .
د ويکي ليکس د خبر له مخې دغه ليک په رياض کې د ا مريکا سفارت ته د لېږل شويو ۷۰ زره ليکونو کې شامل و.
په رياض کې د امريکا دسفارت سفير جنرل ګلين کيسر ويلي چې عبدالله بن اسامه د ۲۰۱۱ کال د ستمبر په ۹ مه نېټه سفارت ته ليک رالېږلی او د خپل پلار د مړينې د سند غوښتنه يې کړې ده.
اسامه بن لادن د القاعده نړيوالې جهادي شبکې مشر و چې په ۲۰۱۱ کال د مئ په دوهمه نېټه د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د پاکستاني او امريکايي ګډو ځواکونو په يوه بريد کې ووژل شو.
عبداللطيف نظيف