د روژې په مبارک میاشت کې د مساجدو د خطیبانو او امام صاحبانو مسؤلیت

لیکنه: مفتي محمود الذاکري

ټوله مځکه د الله تعالی ملک دی لیکن په عظمت او فضیلت کی د مځکی حصې فرق سره لري، په افضله او مقدسه ځایونو کي عبادت هم زیات ثواب لري او ګناه يې هم زیات خطر لري، که یو طرف ته د مکې مکرمې یو لمونځ په یو لک دی بل طرف ته په حرم کی اراده د ګناه هم مستقله ګناه او صغیره يې هم کبیره ده.

قال الله تعالی ومن یرد فیه بالحاد بظلم نذقه من عذاب الیم (الحج ۲۵)

هم دا رنګه زمانه ټوله د الله تعالی ده لیکن په فضیلت او عظمت کي د اوقاتو فرق سته، یو د افضله او مقدسه اوقاتو څخه مبارکه میاشت د رمضان ده، نفل يې د فرضو ثواب لري او فرض يې یو په اویا دي، که یوه طرف ته يې د عبادت ثواب څو چنده دی بل طرف ته یې د ګناهونو نحوست او خطر د پخوا په نسبت زیات وي د دې ښه مثال د بنی اسرائیلو د هفتې د ورځې نافرماني ده چي هغه د دوی د مسخه کیدلو ذریعه وګرځیدل ځکه دا ورځ د دوی لپاره عظیمه او د عبادت ورځ وه.

زموږ په معاشره کي څه منکرات داسي دي چي په ټوله کال کي څه ناڅه کیږي لیکن په رمضان المبارک کي ډیر زور واخلي د نمونې په ډول یو څو ذکر کوو:

۱: غیبت کول

۲: په ټي وي کتلو او سرود اوریدلو سره روژه لنډول.

 ۳: کرمبورډ، چکه او ورقي کول.

 ۴: هګۍ جنګول او بیا دغه د خمار هګۍ رانیول.

۵: په تراویحو کي د تعدیل الارکان او طمانیه مراعت نه کول.

 ۶: اذانونه تر وخت مخکي کول او د هغه په نتیجه کي د لمونځونو او روژو بربادیدل

۷: په اسپیکر کي قرآن مجید ویل (په دې اړه د حضرت شیخ الشهداء الامام الذاکري رحمه الله تعالی مهمه رساله [تنبیه الاخوان علی استماع قراءة القرآن] کتلی شئ)

۸: ډیر ځله د عامو تاجرانو لخوا غیر تصدیق شده حتی غلطي نقشې د اوقات سحر او افطار نشر کول چي هغه د ډیرو مسلمانانو د روژو د تباه کیدلو سبب سي.

 ۹: ډیر خلګ په رمضان کي زکات ادا کوي، خو په زکات کي د تملیک او قبض مراعت نه کوي حتی په دې مسئله خبر هم نه وي

. ۱۰: د سهار تر لمانځه وروسته د خوب کولو په نیت لمونځ دومره وختي کول چي دا خطره وي چي تر وخت مخکي به ادا سوی وي، په داسي حال کي چي د سهار لمونځ تر اسفار  مخکي کول د مذهب حنفي خلاف او د سهار تر لمانځه وروسته تر لمر ختو پوري خوب کول مکروه او د رزق برکت ختم کوي

۱۱: د اختر لپاره غیر شرعي لباس جوړول

۱۲: په اختر کي د ستر او حجاب مراعت نه کول او د اختر په نامه د نامحرمو سره مصافحه کول .

 ۱۳: په اختر کي د نارینه ؤ لاسونه سره کول.

 ۱۴:ږیره خریول.

 ۱۵: غیر شرعي میلې کول او داسي نور……

له ټولو خطیبانو او دمساجدو له امام صاحبانو څخه  مؤدبانه غوښتنه او هیله ده، که په دغه مقدسه میاشت کي زموږ او ستاسي د وعظ موضوع پر یادو منکراتو باندي متمرکزه سي امید دی چي دا به د امت د ډیرو افرادو د اصلاح ذریعه سي او د الله تعالی د عمومي عذاب مخه به ونیول سي.

ان اردنا الا الاصلاح.وما توفیقي الا بالله.

والسلام

العارض

افقر الوری مفتي محمود الذاکری کان الله له ولوالدیه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!