دلوګر دمرکزي زندان زندانیان سخت شکجنه کیږي

دلوګر دمرکزي زندان زندانیانو شکایت کړی، چي دتحقیق په مهال سخت شکنجه شوي دي.
زندانیانو دغه څرګندوني تیره ورځ دولایتي شورا هغو غړوته وکړې، چي دلوګر له مرکزي زندان څخه یې لیدنه وکړه.
زندانیانو ورته وویل، چي دوی تر نیولو وروسته په امنیه قومندانۍ کي سخت وهل شوي او دتحقیق په مهال شکنجه شوي دي.
زندانیانو ویلي، چي دوی ته برقي شارټونه ورکول کیږي، په کېبلونو وهل کیږي او په ډیرو وړوکو خونو کي اچول شوي دي.
زندانیانو شکایت کړی، چي په زندان کي له پايواز سره دلیدلو ځای نه لري.
ډیری زندانیانو دولایتي شورا غړو ته ویلي، چي دوی بې له شواهدو او اسنادو نیول شوي، وهل شوي او زندان ته اچول شوي دي، چي تراوسه يې دخلاصون هیڅ درک نه لګیږي.
زیاتو زندانیانو ویلي، چي دوی بې له محاکمې په میاشتو میاشتو په زندان کي پراته دي.
دیادوني وړ ده، چي دهیواد دبېلابېلو زندانونو زندانیان ورته شکایتونه لري، خو تراوسه هیڅ ډول پاملرنه ورته شوې نه ده.
عادل خپلواک