که اولاد غواړئ سره بانجان (رومي) وخورئ

ژباړه: محمد مبین هڅاند

هغه کسان چې اولاد نه لري ډېر پرېشانه وي،او ځینې وخت د هغو علاج په لکونو روپو هم نه وي شوی ، خو نوي طبي څېړنې ښیي چې سره بانجڼ (رومي – ټماټر) د د داسې ناروغانو لپاره خورا ګټور دی. د رومي خوراک د نارینه وو سپرم ۷۰ فیصده زیاتوي.

 ډاکټرانو ویلي دي چې څومره ښځینه د اولاد ناروغۍ لري په همدې شمېر نران هم ځینې ناروغۍ لري چې د اولاد  د نه پیدا کېدو باعث کېږی.

په سرو بانجڼو کې دغه لوی خصوصیت د لایکوپین موادو د شتون له برکته دی. بله دا چې رومي د دې ترڅنګ د وېټامین ډي لویه منبع هم ده چې د هډوکي په غټوالي او کلکوالي کې خورا ګټور دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button