د مفکر جګړه ییز تفکر

لیکوال: سید شریف

د کابل د غبرګ سري رژیم سر غنه( اشرف غني) چي غربي رسنیو د نړۍ دوهم مفکر  نومولی، د کابل پر پلاز له  نصب څخه وروسته په دوهمه ورځ د امریکې سره د امنیتي تړون په نامه داسي څه لاسلیک کړل چي څېړونکي یې د رواني جګړې داوږدیدو عمده او لوی لامل ګڼي .غربي رسنیو د مفکر په اړه دانه ده واضح کړې چي نوموړي مفکر د څه شی په تفکر کي دوهم مقام خپل کړی دی، د سولي تفکر، د جګړې تفکر،د دوکه ورکولو تفکر،د امریکا یې ګټوتفکر ، د افغانستان  دخرڅولوتفکر، دځان تفکر او که د جهان تفکر؟؟؟ کي دوهم نمبر مفکر شوی دی .

موږ هڅه کووڅو هغه موارد په ګوته کړو چي د مفکر پر خالص جګړه ییز تفکر ګواهي ورکوي .

مفکر یرغلګرو ځواکونو ته د افغان ولس پر ضد د ډرون حملو او شپنیو چاپو اجازه ورکړه، او خپلو جګړه مارو ته یې امر ورکړ چي د مخالفینو پر ضد د هیڅ راز وسلې له کارولو څخه مخ وانه ړوي څه چي په واک کي لري بې خاره دې استعمالوي .

مفکر واک ته درسیدو لږ وروسته د څرخي پله زندان  ته سر ورښکاره کړ،  هلته یې مظلومو زندانیانو ته  وویل چي هر هغه څوک به ونه بخښي چي دیرغلګرو ملاتړي او دکرزي د اول نمبرفاسد رژیم عسکر یې وژلي وي، داپه داسي حال کي چي مفکر د کرزي د فاسد رژیم څخه سر ټکاوه او د کمپاین پرمهال یې ژمني کولې چي د مخکني رژیم دفسادویړ ټغر به ور ټولوي، او دا هم منل شوی واقعیت دی چي د کرزي رژیم نه تنها اجرائیه  اومقننه قوې په فساد کي غوپه وې بلکي قضائیه ځواک یې که  تر نورو هغووړاندي نه و، نو شاته خوبیخي نه ؤ، اما په ډیر تاسف سره چي مفکر د فاسد قضائیه ارګان په حکم محکوم شوي، ناحقه زولانه شوي مظلوم اسیران تر کلونو کلونو بې موجبه بند تېرولو وروسته هم نه یوازي داچي خوشي نه کړل، بلکي د بګرام د تور زندان  تورو تیارو ته یې ټېل وهل .

مفکر د خپل جګړه ییز تفکر په وسیله دې پایلي ته ورسید چي دیرغل او رژیم پر ضد مقاومت ته اخطار ورکړي چي د سوک ځواب په سوک در کوم او د جګړې ځواب په جګړې ورکوم، کنه د پوهانو خبره ده چي وینه په وینه نه مینځل کیږي، بلکي وینه په اوبو مینځل کیږي .

د مفکر جګړه ییز تفکر د سهامي شرکت ونورو سهم لرونکو ته هم سرایت وکړ، څه وخت مخکي دشرکت دداخلي چاروچلونکي (علومي) خپلو جګړه مارو ته امر ورکړ چي: « مخالفین تر زندانه مه سوئ ».

 

تېره اونۍ دشرکت لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم  په شمال کي خپلوامنیتي ځواکونو ته وویل چي «تاسي کولای شئ  دمخالفینو پر ضد په خلاص لاس مځکني او هوایې  بریدونه وکړئ،پرتاسي د درنو وسلو دکارولو بندیز نشته،د شپنیو عملیاتو محدودیت نشته،تاسي د زنداني کیدو ډار لیري کړئ ، فکر مه کوئ چي له تاسو به څوک پوښتنه وکړي اوتاسي د مخالفینو پر ضد دهر ډول اقدام اجازه لرئ » .

ورپسې د دفاع وزارت د اپراسیون رئیس جنرال افضل امان وویل چي : «امنیتي ځواکونو ته  یې دپراخو هوایې او مځکنيو بریدونو اجازه ورکړې، نوموړی وایې چي په تېرو کلونو کي  پرافغان عسکرومحدودیتونه ډیر وو،چي په هغو کي یو داهم ؤ چي د جنګ په میدان  کي به  مخالفین نه وژني او که داسي کار شوی وای عاملینو ته یې سزا ورکول کیده، خو تر دې وروسته به  افغان عسکر  پر مخالفینو رحم ونه کړي » .

په یو بل انکشاف کي مفکر خپلي جنګي غریزې اړ کړ چي ځان د جګړه مارو او جګړې اعلی قوماندان ونوموي او پر یو وخت د بیلابیلو محاذونو  د جنګ قومانده په لاس کي وساتي،د مفکر له دې کړنلاري داسي نتیجه اخستل کیدای شي چي مفکر په دې فکر دی چي مځکنۍ واقعي جګړې  هم د فلمي او کارټوني جنګونو په شان دي ، کنه دې سختي دندي ته به یې اوږه نه وای ورکړې  .د مفکر د قوماندې له برکته د رژیم جګړه مار د هیواد په مختلفو سیمو کي  په بېساري ډول یو په بل پسې خپل بیسونه، پوستې او مرکزونه پریږدي او د جګړې له ډګره د تیښتي لار غوره کوي، په تېره د کوم وخت راهیسي چي د مجاهدینو د عزم په نوم عملیات پیل شوي د مفکر پر عسکرو بیخي ډیره هوا خرابه ده، په کندوز ، بغلان، بدخشان،سرپل،فاریاب،بادغیس،فراه، ارزګان، هلمند،دایکنډي، زابل، غزني، پکتیا،خوست، کونړ، ننګرهار،کابل،کاپیسا او.. کي د مفکر سپاهیانو داسي  کمساري ضربې وخوړې چي مفکر او یرغلګر باداران یې پر خپلو ستراتیژیو او پلانونو بیا غور  او بدلون ته مجبور کړل .

افغان ولس که د واک پرګدۍ له نصب کیدو څخه مخکي  د اشرف غني د تفکر په ساحه کي متردد ؤ، خو د کوم وخت راهیسي چي  نوموړي مفکر ته د کابل د سهامي شرکت جلوه  سپارل شوی، ولس ته روښانه شوه چي مفکر تر هر څه ډیر او لومړی د جګړې او خشونت په تفکر کي غرق وي .

خندونکې داچي د مفکرکمپاینرانو،همکارانو او دوستانو  په ډاګه کړه چي د « نړۍ دوهم نمبرمفکر»  دخپلي کاري ورځي ډیره برخه د دفتر له کارکونکو او اشپز سره په جګړه بوخت وي .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button