د هواوي(Huawei) ارزانه زیرک موبایل راتلونکی دی

هواوی کمپنۍ چي اوسمهال د موبایل جوړني په برخه کې یو له معتبرو نړیوال کمپنیو څخه ګڼل کیږي، وکولای شوای په ډیر لږ وخت کې ځان مشهور او د نړي دریم زیات خرڅونکي موبایل مقام خپل کړي، دغه کمپنی چې له سامسونګ او اپل ورسته پر دریم ځای ولاړ دی، د خپلو مختلفو طبقو خریدارانو او مشتریانو لپاره ډول ډول موبایلونه بازار ته وړاندي کړي، چې د پی ۹ (P 9) موبایل یي یو له هغو زیرک ټلیفونو څخه شمیرل کیږي چې د سامسونگ گلیکسی 7 او ایفون 6 سره مقابلي ته ولاړ دی.
نن دغه کمپنی په خپل رسمي ویب پاڼه کې یو داسي موبایل انځور خپور کړی چې د قیمت لخوا ډیر ارزانه لیکن د کیفیت لخوا ښه او میانه موبایل ګنلای شو. هواوی دغه موبایل هانر ۵ ای (honor 5A) نومولي، په ډیر کم قیمت او مناسب کیفیت تیره اوونۍ بازار ته وړاندي کړ.
باید ووایم د هانر ۵ ای قیمت یواځې ۱۰۵ ډالره دی چې په افغانیو تقریبا۶۵۰۰ (افغانۍ) کیږي او خصوصیات یې په لاندي ډول دي:
۵.۵ اینچه صفحه،
۲ جی بی ریم (موقته حافظه)
۱۶ جی بی روم (دایمی حافظه) البته جلا میموری هم ورلګولای شی
۱۳ میګاپیکسله د شا کیمره
۸ میګاپیکسله د مخ کیمره
۶۱۷ د هواوی ځآني اسنپدراګون
۸ هسته پروسیسر
او ۳۱۰۰ میلی آمپيره بیټری
جالبته لا دا ده چې یواځي یوه اونۍ کیږي دغه موبایل بازار ته وړاندي شوي، لیکن په دومره لږه موده کې ۱۱ میلیونه خلکو د دغه زیرک موبایل د رانیولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.