طنز: دنن ورځې ټکنالوژي او دروغ !
طناز: انجینیر زهیر
په کابل کې د سرک پر غاړه پلی روان وم . ناڅاپه مې له ورایه ولیدۀ چې لس پنځلس قدمه رانه دمخه روان و. نوم یې صداقت او تخلص یې رښتیا و، پخوانی دوست اواشنا مې دی.
تلیفون مې ورته وکړ، جوړ تازه نه وروسته مې ورته وویل، ډیر مې یادیږې اشنا، ماویل که کور کې یې چې درشم اوله نیږدې نه سره وګورو.
هغه راته په ځواب کې وویل: کاشکې چې کور کې وای، زه اوس هرات کې یم، بل ځل چې کابل ته راغلې بیا به سره وګورو.
ددې خبرې سره سم مې تلیفون ورباندې بند کړ. زړه مې و چې ورشم او په اوږه یې لاس کیږدم چې رښتیا صیب ! رښتیا ووایه چې دا کابل دی که هرات!؟