له شمعې څخه د ټیلفون له چارج کولو خبر يئ؟
(عزم،دوشنبه ٢۹سرطان ٩٤) د سائنس او ټيکنالوژۍ په نړۍ کې اوس ساينسدانانو داسې يو سيستم رامنځته کړی چې له دې مخکې يې چا تصور هم نه کاوه.
د برېښنا د نه شتون له وجې به اوس سايسن پوهان له دې نه هم زيات د برېښنا د تر لاسه کولو هڅې وکړي ځکه چې بريښنا د ژوند له مهمو اړتياوو څخه ده.
د ساينس او ټيکنالوژۍ پوهانو له شمعې څخه داسې يو سيستم فعال کړی چې يونيم واټ برېښنا توليدوي چې د ګرځنده ټېلفون د بيترۍ د چارج کولو له پاره ترې استفاده کيږي او هم د يو نسبتاً کوچني اطاق د روښناولو له پاره کار ورکوي.
دغه اله په ۶ ساعتونو کې دوه ايي فون ګرځنده ټيلفونونه چارج کولی شي.
د ساينس پوهانو په وينا دغه سيستم لاهم په تجربوي مرحله کې ده چې په نږدې وخت کې به بازار ته راووځي.
د دغې چارجر له پاره يوه ځانګړې شمعې هم ددغه شرکت له لوري جوړيږي.
خو په راتلونکې کې به په دې سيستم کار کيږي چې دغه چارجر له هرډول شمع څخه چارج واخلي.
تر اوسه ددغه سيستم قيمت ۴۱ امريکايي ډالر دی خو د کمپنۍ په وينا د وخت په تېرېدو سره به ددغه چارجر قيمت نور هم کم شي او د عامو خلکو د استفادې وړ به وګرځي.
برېښنا تولېدوونکی چوکۍ
بل لور ته د امريکا د کليفورنيا پوهنتون محصلينو يوه چوکۍ جوړه کړې چې د سوېنګ (د ښي او چپ خوا ته د حرکت) له امله بريښنا توليدوي چې د همدغې برېښنا په مټ ګرځنده ټېلفون چارج کيږي.د وولټا په نامه دغه چوکۍ په لاندينۍ برخه کې د يو ايس ابي تار د تړلو په مټ ګرځنده ټېلفون چارج کوي.
عبداللطیف نظيف