د امريکايي ځواکونه په هوايي بريد کې د ملي اردو سرتيري وژل شوي

afghan-police-512x330

پل علم(عزم،دوشنبه ٢۹سرطان ٩٤)د لوګر ولايت  په برکي برک ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د ملي اردو ګڼ شمېر عسکر وژل شوي دي.
د برکي برک ولسوال محمد امين وويل چې  دوو امريکايي الوتکو نن سهار شاوخوا ۶ بجې  په د برکي برک ولسوالۍ په چلتن سيمه کې د ملي اردو په يوې پوستې هوايي بريد کړی چې له امله يې مرګ ژوبله رامنځته کړې ده.

نوموړي د عسکرو د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه خو ويلي چې په پوسته کې ټول ۱۴ سرتيري موجود وو خو دا مالومه نه ده چې ټول وژل شوي او که نه.
دسيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي چې د امريکايي ځواکونو د هوايي بريد له امله په پوسته کې د ملي اردو ټول سرتيري وژل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې امريکايي هوايي ځواکونه د ملي اردو په سرتېرو هوايي بريدونه کوي،له دې مخکې هم څوځل د ملي اردو سرتېرو برېدونه شوي چې امريکايانو يواځې په بښنه ځان خلاص کړی.
عبداللطیف نظیف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button