طالبانو وروڼو له هوش نه کار واخلئ! ( مري ) = ( مار او مرګ )!

په دې کې شک نشته چې د ( مري ) پېښه یوه لویه اشتباه وه، لویه تېروتنه وه، که سهوا شوې، که قصدا، که له هوسه شوې که له مجبوریته، که له هوښیارۍ شوې که له ناپوهۍ، که حامد کړې که خالد، اوس شوې، له ورخه تېرې اوبه نه راګرځي، د راتلونکي لپاره ويښ اوسئ! هغه وخت، توان، فکر او غم چې په تېر پسې کوئ، د راتلونکي په اړه یې وکړئ!

د ( مري ) پېښه لکه له نامه یې چې برېښي په حقیقت کې د ( مار ) او ( مرګ ) غمازي کوي، بیا هم که هر څو دردوونکې، غموونکې، او بوږنوونکې وه، له بلې خوا له ګڼو پندو نه ډګه وه، دښمن دا څوارلس کاله لګیا و او لا دی چې په جهادي صف کې درز را ولي، کم تر کمه یوه وړه چوله پکې پیدا کړي، ددې لپاره یې په ملیاردونو ډالر ولګول، په لس هاوو زره عسکر یې مړه شول، د سلهاوو زره عامو او بې ګناه خلکو وینې یې وبهولې، کلي او کورونه یې وران کړل، ځمکې او باغونه یې تباه کړل، خو ونه توانېدل. اوس د ( مري ) پېښې داسې زمینه برابره کړه چې ددښمن دغه لویه موخه په آسانۍ تر سره کېدای شي.

په جهادي صف کې درزونه او اختلافونه په حقیقت کې د جهاد او مجاهدینو د بدنامۍ پیل او پای دی، داسې لکه په تېرو جهادي ګوندونو چې وشول. او په دې هم ټول پوهېږي چې چا پرې وکړل!

د طالبانو مشرانو ته د یو خواخوږي په توګه د څو ټکو یادونه خپله دیني او ایماني دنده بولم:

سوله نه امریکا غواړي، نه د کابل حکومت او نه هم ور سره یاران، هو هغه وخت چې د دوی ګټې پکې خوندي کېږي، او دا ډېره لیرې ده چې دښمن په سوله کې خپلې ګټې خوندي وګڼي، او یا پکې خوندي شي.

مه د امریکې په غوړو او تودو خبرو تیروزئ، مه د کابل د حکومت او مه د نورو، ځکه دا لوري او کسان هېڅ قانون او ارزښت ته ژمن نه دي، او نه یې څوک پرې پلي کولی شي، لنډه بېلګه یې: امریکې له ګوانتانامو زندان څخه پنځه تنه بندیان په مشروط ډول خوشي کړل، اوس چې شرطونه پوره شول، څوک یې پرې منلی شي؟ د کابل له حکومت سره په اوسني حالت کې ستاسو کیناستل په حقیقت کې سیاسي ځانوژنه ده، اوسنی حکومت لا بشپړ شوی نه دی، په خپلو کې یو په بل باور نه لري، یو مشر نه لري، شپږ، اوه کسه مشران یې دي. د یو رئیس په ټاکلو نشي سره جوړېدی! له طالب سره په سوله کولو په څه ډول جوړ شي! تر ټولو مهمه دا چې امریکې ته تر بل هر چا زیات ژمن او د ګټو لپاره یې هرې سرښندنې ته تیار دی. او بل دا چې بنسټیزې ستنې یې په پخوانیو کمونیستانو ولاړې دي، د کمونیزم لپاره ښه په درز کې کار پکې روان دی.

ویل کېږي خپله په کابل کې داوسني حکومت د نسکورولو لپاره هڅې روانې دي، د معقول سیاست غوښتنه دا ده چې په داسې یو حالت کې بالکل خبرې ونه شي، خو که کېږي بیا د همدې اوسني حکومت له مخالفینو سره اړیکې ونیول شي، ددې په ځای چې له اوسني امریکې ته ژمن، له کمونیستانو او اختلافاتو ډک حکومت سره ګډ حکومت جوړېږي، ښه دا ده چې له مخالفینو سره یې د راتلونکي ګډ حکومت په اړه سر له اوسه خبرې وشي.

په دې کې شک نشته چې نه د اوسني حکومت چارواکي ښه دي او نه د پخواني، خو بیا هم چې ددواړو تر منځ پرتله وشي، له اوسنیو د پخوانیو شر کم و او دی.

پخواني که هر څو بد وو، زیاترو  یې تر پخوانیو جهادي ګوندونو پورې تړاو درلود، او بل د پخواني حکومت مشر له امریکايي او پاکستاني چارواکو سره جوړ نه و، او اوس هم نه دی.

بله ګټه یې دا ده چې له اوسني حکومت سره که خبرې کېږي، هغه به وايي زه تیار حکومت یم، راشه یو څه برخه به در کړم، او که له پخوانیو سره خبره کېږي، معلومه ده چې خبره به له سره ور سره کېږي، په داسې یو حالت کې د ډېرو او ښو لاسته راوړنو هیله کېدی شي.

له اوسني امریکې ته ژمن او له کمونیستانو ډک حکومت سره د طالبانو خبرې په نوموړي شړېدلي، پړسېدلي، ناروغ او شل حکومت پرده اچول دی، یو حیثیت ورکول دي. په دې ټول پوهېږي هم نړۍ او ولس، چې اوسنی حکومت د ښې نه دی، هره ورځ په خپلو کې سره اخته وي، د  چا خبره د آشپز په ټاکلو یې هم سره جنجال وي. که طالبان خبرو ته ور سره کینې، ټول به وايي دې حکومت که نور هېڅ ونه کړل، طالبانو خو یې خبرو ته را مات کړل. کوم څه چې پخواني حکومت په دیارلسو کلونو کې ونشو کړی.

بله خبره:  طالب مشران باید یو څه سیاست زده کړي، یو څه ځان په سیاست پوه کړي، جنابانو! تاسو چې د کابل له ادارې سره کتل او دا مو له شریعت سره په ټکر کې نه ګڼل، یا وروسته بیا ورسره ګورئ،  لکه اورېدل کېږي چې، بل رونډ خبرې به په څو اونیو کې بیا تر سره شي، نو دا خپلې رسنۍ خو به مو له خپلې تګلارې سره یو څه سمبالولې! داسې خبرې به مو نه کولې چې نن ټول ښکته پرې ګورئ!

تر پرونه مو په اعلامیو  کې ویل چې د کابل اداره ګوډاګۍ ده، د کابل اداره لیونۍ ده، مونږ هېڅکله د کابل له ادارې سره خبرې نه کوو، تر څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی تر هغه له چا سره نه کینو، اوس یو په یو څه ټکه در باندې راولوېده چې په خپل دریځ کې مو ۱۸۰ درجې تغیر راووست!؟ که مو خبرې کولی، او دا مو پرېکړه یا هوډ وای، باید رسنیزې ژبې مو داسې خبرې کولی چې له نني تنازل سره یې اړخ لګولی، نن به مو ټول هک پک نه حیرانول.

بیا هم، وخت شته، اشتباه او خطا کول دومره خطرناک نه دي، لکه د اشتباه او خطا تکرارول، باید له اشتباهاتو او خطاګانو پند واخیستل شي، له اشتباهاتو او خطاګانو پند نه اخیستل ستره او لویه کمزوري ده. چې ددنیا او آخرت د شرمنده ګۍ لامل ګرځي.

زمری پښتون

ليكوال: زمري پښتون

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!