دفاع وزارت د ۵۰ زنځیري ټانکونو د بیارغونې خبر ورکوي

عزم(چهارشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د دفاع وزارت اړوند مرکزي قول اردو مسوولان وایي چې تازه یې ۵۰ زنځیري ټانکونه ترمیم کړي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې دا بشپړ او نیمه ویجاړ شوي ټانکونه یې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د انحینیرانو په مټ رغولي.
د ۳۱۳ قول اردو له انده، چې دا ټانکونه څو کلونه پخوا ویجاړ شوي وو.
د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې ویډیو کې د یادې قول اردو قومندان ملا امیرخان حقاني د تخنیکي او مسلکي انجینرانو هڅې ستایلې دي.
ملا حقاني وړاندې ویلي چې زیانمنو نظامي تجهیزاتو او ویجاړو شویو ټانکونو بیارغونې ته به لا ډېره توجو وکړي. دی وایي چې بیت المال ساتنې ته به پاملرنه لا زیاته شي.
یاده کوو چې اسلامي امارت تر راتګ وروسته دا لومړی ځل نه دی چې دفاع وزازت د زړو او له کاره وتو نظامي توکو او مهماتو د جوړېدو خبر ورکوي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم د الوتکو په ګډون د زرګونه تحهیزات بیارغولي او نوي کړي دي.