د باګرام زندان خاطرې / لومړۍ برخه

قاري صدام بهیر
د معمول په څېر ماښام ناوخته را ورسېدم ستړی وم د کتابو بیک مې کېښود؛ ډوډۍ مزه نه راکوله درس مې هم سر په درد کړی ؤ دوه واړه ورونه مې هم کابل ته راغلي وو. په دغه ورځ د ماسخوتن لمونځ مې وکړو په زړه هم یو څه غمجن وم د سنـــګر ملګری مې ؤ ترې خبر شوم وای هغه یې مزار کې نیولی ده، د مزار په قول اردو یې استشهادي عملیات کړي ؤ ټول ملګری یې شهیدان شوي وه، صرف یواځې معاذ ترې پاتې وه هغه یې ژوندی ګیر کړی ؤ د لغمان د مرکز اوسیدونکی ده، سندلی کې ننوتم د ژمې شپې وې له یو څو دقیقو وروسته په ځان نه وم پوه شوی.
د شپې مې خوب لیده چې کمانډویانو زمونږ په اطاق چاپه اچولې ده او فوځي پوزیشن کې یې زمونږ اطاق محاصره کړی ده یو کمانډو یې را نږدې شو شیشه یې دروازې ته یې لغته ورکړه، چې په رښتیا وو ددروازې ګړز جیګ شو عملي چاپه مې په خوب لیده ، له خوب سره د رښتیا وو محاصره شوم ډیر په تیزۍ را ننوتل او زما سر ته ودریدل، د سر له وېښتو یې ونېولم د دروازې خواته یې وار کړم پنځه شپږ عسکرو یو او بل ته په څپېړو ورسولم، بېرون یخ ته یې ودرولم پلار مې ډېر حیران حیران کتل په مخ یې د خفګان اثرات لیدل کیدل، د چاپې وهم او ترس اخیستی ؤ، په ما یې د دوی وحشیانه چلند نه لوریدۀ، خو ښه شو د پلار له سترګو یې پناه کړم ټلیفون یې را پسې راووړ وای دا د چا دی؟ ما ویل زما دی.
مخ یې واړوه وای هدف به دست امد؛ سترګې یې را وتړلې دوه نفرو له اوږو ونېولم، د اي نصف شو ما را از خواب کشیدي اوغان غو… هېڅ مې نه ویل روان وم، لاسونه مې شاته والچک ول، قدم مې سم پر ځای نه ایښوده، عسکرو هم رشخند را باندې وهه، د دروغو به یې وویل مخکې دې اوبه دي قدم دې جیګ واخله له دې سره به ټولو وخندل. رنجر ته یې چې ورسولم نه سوم ورختلی چې څنګه ور پورته شوم له شا یې په کُنداغ ووهلم او د رنجر باډۍ ته ور خطا شوم. د یو عسکر زړه را باندې بد شو، هغه بل ته یې ښکنځل وکړل وای دا قاري دی، خو په همدې یې سره جنجال شو تر اخره همدې عسکر ډاډ راکاوۀ، خیر دې اوسې لږ افغانیت پکې ؤ. صفر یک ته یې چې ورسولم یوه نېمه بجه وه، څارنوال یې له خوب را ویښ کړ، د سپي غوندې یې غپل، غوصه ؤ. زما سترګې پټې وې وار د مخه یې څپېړې شروع کړې، عسکرو ته په خطاب شو ببرش صبح باز کیش ګپ میزنیم، لاسونه مې والچک وینې کړي ؤ یو اطاق ته یې بوتلم، پر څوکی به څنګه سړي ته خوب ورشي؟
په فرنېچر څوکۍ ناست وم مخامخ راته اوکراین جاپان بُخاری چالانده وه، پلاستېکی والچک مې لاس کې ورو ورو تنګېده سر مې یو بغل ته ایښی وه ،پریښانۍ وړی وم، د اینده ترخې خاطرې په انتظار وم، له کړکۍ څخه لږ رڼا را ښکاره شوه، عسکر ته مې وویل لمونځ به وکړم، هغه ولاړ او بیا بېرته راغی؛ وای قومندان اجازه نه ورکوي. لږ ساعت نور هم انتظار شوم، لمر شاید راختلی ؤ، چې یو کس را ننوتلو چې مونږ یې ولېدلو، عسکر ته یې وویل سترګي یې ور پټې کړئ، عسکر راغلو په قهرجن انداز یې خلته سرته را واچوله او بغیر له څه ویلو یې د لاس کش سره زما له مخ لمبه پورته کړه، جهاد له مونږږ سره کوې؟! له غوږ مې لا د تېرې څپېړې غږ نه وو ورک شوی، چې د بلې څپېړې ښکار شوم، له ما ولاړ، زما په شان یو بل همدوسیه ته یې سر په سر څپېړې ورکړې، چې پوزه یې وېنې شوه. عسکر ورته ویل بس است، څارنوال مخ را تاو کړو ویل یې، یک بار چای بخوریم.
هغوی ولاړل، موږ په خپل ځای وو څه به مو کول، لکه یتیمان چې یوې مړۍ ډوډۍ ته انتظار کوي، یتیمانو ته به ډوډۍ مزه ورکړي او وبه یې خوري، خو زموږ هېڅ هم په واک کې نه وو.
د دروازې ګړب شو چې یو ږیرې والا سړی را ننوت، زړه کې خوشحال شوم ما ویل اوس به مو دمه جوړه شي، خو ګمان مې غلط وخوت، دې ظالم داسې ظلم راسره وکړ، تا به ویل چې کوم یهودي دی، څوکۍ ته مخامخ راته ودریده، لا د تېرو څپېړو ګنګسیت نه و ختم شوی، چې دۀ هم له پاسه څو نورې څپېړې راکړې او اخر کې یې مخامخ لغته راکړه چې د بوټ چاپ یې زما پر مخ پاتې شو. له چوکۍ و غورځېدم، لاسونو مې درد شروع کړ، پلاستیکې والچکو بیخي قید کړم، ورته ومې ویل لاس مې ژوبل شو، بله لغته یې په لاس ووهلم او عسکر ته یې وویل را پورته یې کړه.
نور بیا…