امر بالمعروف او نهي عن المنکر، د اسلامي نظام د ملا تير

ډاکټر طاهر ماهر
اسلامي نظام له امربالمعروف وزارت پرته نيمګړی او له خنډونو سره مخ وي. دا هغه وزارت دی د الله پاک دين ته د خلکو ارشاد او دعوت خپل مسووليت ګني. مسلمان ته لازمه ده، چې د کفارو هغه غوښتنې او فرمايشات و نه مني چې د نړۍ په نورو برخو کې يې مسلمانان له کلونو راهيسې زغمي.
د دې وزارت کارکوونکي ښايي له خلکو سره په چلند کې له جديت څخه کار واخلي، خو په ټوله کې يې د کوډګرو او فحشا په ګډون د يو لړ مهمو ټولنيزو مسايلو کې خپل رول په ښه توګه ترسره کړی او دغه راز په ملکي او نظامي برخه کې يې د زيانمو شويو هېوادالو غږ اوريدلی او له حقونو څخه يې دفاع کړې ده. دغه وزارت له جديت سره – سره ګڼو مسايلو کې پر مخ ښه روان ده او مثبت اړخونه يې ډېر دي. له خلکو سره چلند کې نوره نرمي هم ورته پکار ده. د اسلام دعوت، نبوي هنر او سنت طريقه ده. د نبي اخر زمان په لاره تلونکي ماهر مبلغین خلک دین ته دعوت کوي او د ناپوهو انسانانو د ناسم دعوت له امله بيا د خلکو او دين ترمنځ واټن ډېريږي.
دین مشترک او ساتل یې د ټولو ګډ مسووليت دی. د امر بالمعروف کارمندانو/ داعیانو ته مو له خپلو هېوادوالو سره د نرمۍ او ښه چلند توصيه ولیکله، خو خپلو هیوادوالو/ مجاهدینو باندې هم غږ ضروري ده، چې د امربالمعروف کارکوونکي او مجاهدين ستاسو د سنګر او داعیې ملګري دي. ستاسو بچیان، د مدرسو او حجرو طالبان دي. د الله تعالی امر او د دين لارې ته مو را بولي. د دین زدکړې ته مو هڅوي.
نو تاسو ته هم لازمه ده، چې نرم چلند او همکاري ورسره و کړئ.
په تول غرب کې څوک بد فعله انسان ته نشي ویلی چې ولې بد، فعل کوې. په دې هم بايد پوی شو چې د بدیو مخ نیوونکي، زموږ دښمنان نه بلکې دوستان دي او دا هرڅه زموږ د دنيا او آخرت د ښه والي په موخه ترسره کوي.
دې پېړۍ کې د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې خپل مسير د دين لوري ته سم کړي، ځکه چې د خدای تعالی د احکامو منل د دنيا او آخرت کاميابي ده.
په مخدره توکو روږدو کسانو لپاره اوبه او پاکي مرګ وي، همداراز د سېکولرانو لپاره بيا امربالمعروف مرګ دی. دا ډول انسانان له دین څخه په منډو وي. ټول تمايل يې د ناسمې آزادي او منکراتو په لوري وي. که خدای مکړه، د سنګر مجاهد د امر بالمعروف وزارت په کارکوونکو او کړنو نيوکه او بې ځايه تنقيد کوي دا نو د افسوس او خپګان خبره ده.