ولې مو واټساپ اکاونټونه بندیږي؟

نن سبا د ډیرو ملګرو وټساپونه بندیږي، چې له امله یې دوی ډیر اندیښمن وي. نن به درته ووایم چې ولې يو وټساپ بندیږي.
(1) لومړی دلیل د رسمي WhatsApp پرته کوم بل WhatsApp کارول دي.
(2) د ډیرو ګروپونو جواين کول.
(3) له هیواده بهر د ګروپونو سره يوځای کیدل.
(4) د بهرنيو هیوادونو شمیرو ته د پیغامونو لیږل.
(5) نا ثبت شوو شمیرو ته د پیغام لیږل یا
د نا ثبت شوو شمیرو پیغامونو ته ځواب ورکول.
کله چې په لومړي ځل وټساپ په تاسو بندیز ولګوي نو اول ځل یو خبرداری درکوي. او بيا دا په 1.2 ورځو کې د بندیز لامل کیږي.
که تاسو په مکرر ډول د وټساپ له پالیسي سرغړونه وکړئ نو د 2.3 میاشتو لپاره به د وټساپ لخوا په تاسو بندیز ولګول شي.
د WhatsApp دفعاله کولو لپاره، لومړی په Play Store کې د WhatsApp لټون وکړئ لکه څنګه چې تاسو په انځور 1 کې لیدلی شئ.
اوس 2 انځور ته وګورئ
د اپلیکیشن ملاتړ يا سپورټ برخه باندې کلیک وکړئ او د 3 شکل انځور په څير بریښنالیک انتخابولو باندې کلیک او د WhatsApp ټیم ته یو بریښنالیک ولیکئ:
{د واټس اپ ټیم مهرباني وکړئ ما ستاسو د واټساپ له پاليسۍ سرغړونه کړې وه اوس د مهرباني له مخې په ما بندیز ختم کړئ زه به ستاسو د پالیسۍ څخه هيڅ سرغړونه نه کوم }.
دا یا بل ورته بریښنالیک وليکئ او ويې ليږئ.
یادونه: یوازې په انګلیسي کې بریښنالیک واستوئ
انشاالله ستاسو بند شوی WhatsApp به په 1.2 ورځو کې خلاص شي.
لیکنه: عمرګل خان