ژوند څه شی دی؟

که تاسې سخت کار کوئ، ډېرې پیسې ترلاسه کوئ، دا یوازې ستاسې لپاره دي.
مګر دا ژوند نه دی.
ژوند دا دی چې یو ناروغ تر ډاکتره ورسوئ.
د یو اړمند او بې وزله کس لاسنیوی او ورسره مرسته وکړئ.
یو وږي ماشوم ته ډوډۍ واخلئ.
د یوې بې وزله میرمنې د خیرات لپاره در غځول شوي لاسونه بېنوا پرېنږدئ.
د مرګ له ګواښ سره مخ حیوان ته نجات ورکړئ.
ملګري له ناهیلۍ راوباسئ.
د خپلې میرمنې لپاره یو ښه د ژوند ملګری واوسئ.
یوازې د ځان سره نه، بلکې ټول انسانیت سره د ښېګڼې نیت ولرئ.
تل مؤدبه او نورو سره چلند دې له درناوي ډک وي.
ژباړه: بهار مړوند