غزل/ انس حقاني

له زړه خوړلو، زړه چاودلی ښه دی
مرګی حتمي دی نو راغلی ښه دی

یوسف چې نه وینمه نور څه کوم
د سترګو دید مې بس بایللی ښه دی

که را څرګند یې کړم بې قدره به شي
ارمان د زړه غېږ کې ساتلی ښه دی

د وخت په اسپه چې مزل نشي کړی
وايي د ژوند په دښته پلی ښه دی

چې عشق مې کم نشي د وصل په لاس
یار د بیلتون کلي ته تللی ښه دی

ولي په پټو غمو نور خبر کړم
انس د ساندو نه دی، غلی ښه دی

انس حقاني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button