لوږه (Bulimus)

په دې حالت کې ناروغ له حده ډېره اشتها لري سره له دې چې ناروغ به وږی هم نه وي.
لاملونه (Couses) :
– د شکرې ناروغۍ (Diabets millitus)
– د کولمو چنجیان (intestinal worms)
– د شدیدې تبې د تېرېدو وروسته هم دا حالت رامنځته کېږي.
– دمعدې لوی سوزش
– د تورې په لویوالي کې هم رامنځته کېږي.
– که بدن خواړو ته اړتیا ولري.
– ځینې خلک عادتا دا کار کوي.
نښې (Symptoms) :
ناروغ ډېر وږی کېږي د خوړو د خوړلو وروسته هم شخص ته د لوږې احساس کېږي ناروغ په کې سست او کمزوری کېږي د ښو خوړو له خوړلو سره هم ناروغ ورځ تر بلې کمزوری کېږي.
درملنه (Treatment) :
دناروغ درملنه د هغه د ناروغۍ د نښو له مخې ترسره کېږي.
Tab/Glicon 5mg . یوه ګولۍ هره ورځ
که په معده کې تیزابیت وي نو ……
Syp/Gaviscon . درې وخته د ډوډۍ وړاندې
که چیرې په خیټه کې د چنجیانو له امله لوږه رامنځته وي نو…
Syp/Vermox .د شپې د ویده کیدو مخکې
لیکنه : ډاکټر فتح الله صمیم