شرمېږم چې د الله تعالی په کور کې له غیرالله څخه څه وغواړم

هشام بن عبدالملک کعبې شریفې ته راغی، هلته یې د عمر بن خطاب رضي الله عنه لمسي (سالم) باندې سترگې ولگېدې؛ نو ورته یې وویل: که څه حاجت او اړتیا لرې، ووایه چې درته پوره یې کړم!
هغه ور غبرگه کړه: زه شرمېږم چې د الله تعالی په کور کې له غیرالله څخه څه وغواړم.
چې له کعبې ووتل بیا هغه ورته وویل: اوس ووایه که څه حاجت لرې چې درته پوره یې کړم.
هشام ورته وویل: دنیوي حاجت که اخروي؟
هغه ورته وویل: دنیوي!
سالم یې په ځواب کې وویل: د الله په ذات قسم چې دنیا مې د هغې له اصلي مالک څخه نه ده غوښتې، څنگه به یې له داسې چا غواړم چې مالک یې نه دی.
– [سير أعلام النبلاء، خپرندوی: الرسالة، ټوک 4، مخ 466]
ژباړه: تمیم تکل