نگفتمت مرو آنجا که آشنات منم!

میا هدایت الله محمدي
د ا.ا.ا مخالفینو څو ورځې وړاندې غوښتل چې په ترکیې کې د اسلامي امارت پر ضد او راتلونکو پلانونو غونډه جوړه کړي چې د ترکیې هېواد یې مخه نیولې او د غونډې جوړېدو اجازه یې نه ده ورکړې. له دې سره سره داسې هم ویل کېږي چې د پاکستان د استخباراتو مشر له دوی سره په ترکیې کې کتلي دي، دا چې په دې کتنه کې به څه ویل شوي وي، پر څه به تصمیم او بحث شوی وي دا له رسنیو او خلکو پټ ساتل شوي دي.
تر دې مخکې د سنبلې په ۱۸ مه نېټه هم دغو مخالفینو د خپل یوه وژل شوي مشر د تلین نمانځنې په پار په انلاین توګه مجلس نیولی و او هر یوه په کې د خپلو نظرونو او دریځونو پخلی کړی و، ځینو خو حتی د کلکو مخالفتونو تر څنګ د بیا ځلې تاوتریخوالي او کورنیو جګړو ګواښ هم کړی و.
دا نه لومړی ځل نه دی او نه به هم وروستی ځل وي؛ بلکې دوی به د دغو غونډو د جوړېدو او په راتلونکې کې یو ځل بیا د افغانستان خاوره د پردیو لاسو ته د لوېدو هڅې کوي، دا هڅې دوی په داسې حالاتو کې کوي چې د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزیر په بامیانو کې یوې لویې ولسې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د ا.ا. مخالفین دې په پوره جرات او اعتماد خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو او پلویانو په منځ کې دې د عزت ژوند اختیار کړي، چې دا د انعطاف پذیرۍ او غوره اسلامي رویې تر ټولو ښه سپارښتنه ده، نوموړي په خپلو خبرو کې استاد محقق او خلیلي نومونه هم واخېستل.
افغانان پوهیږي چې دې مخالفینو په تېرو شلو کلونو کې د لیونۍ کرکې او فرعوني غرور په واورینو څلو څومره د بې خودۍ نڅاوې وکړې او حتی تر دې پورې یې د خپلو مخلفینو ځپلو او پرځولو ته مټې رابډوهلې وې چې په لویې او وړو مجلسونو کې به یې د ملنډو او رشخند په بدو الفاظ او بداخلاقي تورنول؛ خو نن خبره برعکس ده، نن دوی ته د عزت ورکولو وړاندیز کېږي، نن دوی ته له پردیو لاسونو څخه د سرټېټۍ د خلاصون او ژغورنې وړاندیز کېږي. اما دوی بیا د اور بلولو او شر جوړو په شیطاني فکرونو اخته دي او داسې ارمانونه لري چې یو ځل بیا افغانستان د ټوټه کېدو او یا هم د نړۍ د نورو مغرضو او لیونیو اشغالګرو خونړیو پنجو ته تسلیم کړي؛ خو اوس افغانان د پخوا په پرتله څو چنده بیدار سوي دي او دوی ته د دغو ناوړه کړنو په باب وایي چې: این خیال است و محال و جنون.
د سنبلې د ۱۸ مې په غونډه کې یوه سپین ږیري پخواني جهادي مشر د اسلامي امارت مشرانو ته د سولیز مرکچي پلاوي د جوړېدو وړاندیز هم وکړ، چې اسلامي امارت مشران دې تر هر څه زیات دا کوشش وکړي چې د مخالفینو د پخلاینې په پار دې یو مرکچي پلاوی جوړ کړي، ترڅو روانې معضلې ته د پای ټکی کېښودل شي.
د دغه سپین ږیري پخواني جهادي مشر خبرې مې چې واورېدلې ما ته د شل کلن اشغال په وخت کې د سولې د عالي شورا انځور مخته ودرېدلو، هغه شورا چې مشر یې داسې یو څوک ټاکل شوی و چې اکثره وخت به یې په خپلو خبرو کې د خپلو مخالفینو بمبارولو، ځپلو او ورکولو نغوتې کولې او حتی کله کله خو به یې له خولې پر خپلو مخالفینو د درنو او لویو بمونو د غورځولو وړاندیزونه هم کول.
بل مې د دغې شورا د وهنو او جیبونو د ډکولو انځور مخ ته ودرېدلو، ستاسو به ښه یاد وي چې هغه وخت د دغې شورا هر غړي او کارمند ته په زرګونو ډالر میاشتنی معاش، دسترخوان، زرهي موټر او نور پراخ امکانات ورکړل شوي وو، چې د دغو غوښنو امکاناتو سوځېدل به هم د شورا غړو ته سخت تمامېدل او دوی هم د تېرې شل کلنې تیارې دورې شریک مجرمین وو، ځکه چې نه یې غوښتل دلته سوله راشي او یا دې د هغه وخت روان جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.
زما یاد شي چې حامد کرزي به په رسنیزو لویو او وړو مجلسونو کې په ډېر جرات سره ویل چې، اې کاش چې د طالبان ادرس ما ته معلوم وای، زه به د خبرو او پخلاینې په پار په خاپوړو ورغلی وم؛ خو دوی به مې د سولې او مذاکرې میز ته کینولي وو او دوی به مې له جنګ کولو څخه راګرځولي وو. طالبانو فکر کاوه چې رښتیا به هم خبره همداسې وي، بالاخره یې د سولې او پخلاینې په پار په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانېست او ادرس یې معلوم کړ؛ خو د دغه ادرس او سیاسي دفتر لومړنی مخالف همدا حامد کرزی شو او په رسنیزه مجلس کې یې د طالبانو د قطر د دفتر کلک مخالفت وکړ او له امرېکا او نړېوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د اسلامي امارت بیرغ دې بېرته ښکته شي.
وخت تېرېدلو کله کله به د کرزي او بهرنیو تر منځ په ځینو مسایلو کې خبرې ښکته پورته کېدلې او جزیات به یې رسنیو ته هم راوتل. یوه ورځ حامد کرزي په ارګ کې دننه د افغانستان له پاره د امرېکا د هغه وخت له ځانګړي استازي جیمز دابنز سره د شپنیو عملیاتو او ړندو بمباریو په اړه خبرې ښکته پورته کړې وې او رسنیو ته یې داسې معلومات ورکړل، چې ګواکې حامد کرزي له جیمز دابنز سره لفظي شخړه کړې او د افغانستان د جنګ د پای ته رسولو غوښتنه یې هم ترې کړې ده او هغه یې په مقابل کې ورته ویلي وو چې: ((که جنګ ودرېږي، موږ بیا دلته څه کوو!)) حامد کرزي په یوه رسنیزه غونډه کې دغه جریان په خپله خوله هم بیان کړی و. چې بهرنیان جنګ نه ختموي؛ بلکې دلته اوږد جنګ ته پراته دي.
اوس هر څه لکه لمر روښانه دي، هغه وخت افغانان جنګ ته ټېل وهل کېدل او بهرنیو د همدغه جنګ د لا ګرمېدو په اړه له هرې لارې کار اخېست، بلخوا بیا په کې داسې بې خوده، غافل او کېنه کښ مخلوق په مهمو ځایونو کې ګمارل شوی وو، چې هغوی په دغه جنګ کې خپل آسونه چاغول او د جنګ د اوږدېدو او ګرمولو له پاره یې نوکان جنګول، هغه ځکه که جنګ ودرېدلی و؛ نو د دوی دریځ او نظر هم د جیمز دابنز په څېر و، دوی بیا دلته چا د “خیرک ادې” هم بلل؛ خو همدا د جنګ له اخوره دومره تغذیه شول چې د افغانستان په شمول یې په نورو لویو او مهمو هېوادونو کې لوړ پوړیزه جالبې ماڼۍ او سوداګریز مارکېټونه جوړ کړل؛ نو هغوی ته سوله مرګ او د دوی ختمېدل ښکارېدل.
خو اوس لله الحمد د بهرنیو فرمایشونه نشته، اوس دلته لکه د پخوا د سولې په نوم کومه بهرنۍ پروژه، غوښن امکانات او کلیشه یي شعارونه نشته، اوس د اسلامي امارت د مخالفینو له پاره هغه ډول فرمایشي د پخلاینې شورا نشته، لکه پخوا به چې وه، اوس د شورا له کچې پورته اراده او تصمیم شته، اوس که دلته مخالف دی که موافق، دواړو ته په یوه سترګه کتل کېږي، دواړه د یوه سپین بیرغ لاندې د عزت ژوند کوي، نه یې چا عزت لوټ کړ، نه یې چا مال او ناموس.
نو کله چې وضعیت دا ډول وي، بیا نو د اسلامي امارت دغه مخالفین باید د پردیو مغرضو هېوادونو له خونړیو پنجو څخه ځانونه خلاص کړي، تر کله به دوی له دا ډول سپک چلند سره مخ کېږي، چې حتی یو ځای راټولېدلو ته یې څوک نه پرېږدي، دا د دوی له پاره په راتلونکې کې له سرکوزۍ او پښیمانتیا پرته بله هېڅ ګټه نه کوي.
درېغه! که دوی له تېر شل کلن اشغال او د بهرنیو له هغه وخت مغرضو کړنو او د افغانانو له ځورولو یو ښه عبرت اخیستی وي، دوی ته دا ښه جوته ده چې له افغانستان پرته په نورو هېوادونو کې د دوی اوسېدل، نه د دوی او نه هم د افغانستان په خیر دي، که چیرته دا خبره دروغ وای او یا بهرني هېوادونه د افغانستان په اړه یوه رښتینې اراده درلودای، بیا ولې شل کاله په افغانستان کې وینه تویه شوه او بیا ولې افغانستان د ټوټه کېدو تر کچې ورسېد؟ دلته خو د نړۍ ډېر خواخوږي (!) هېوادونه او سازمانونه مېشت وو؛ خو معلومداره خبره ده چې د دې سپېڅلې خاورې غمه باید خپله افغانان وخوري، ساتنه یې باید افغانان وکړي، د خپلو مظلومو افغانانو پالنه باید خپله مسؤول او مشران افغانان وکړي، هېڅ هېواد او بهرنی له خپلو خاصو او ځانګړو موخو پرته افغان سیاسیونو ته پناه نه ورکوي، که ورکوي یې؛ نو طبعاً تر شا به یې پنډ پنډ ناولي، ناوړه او مغرض غرضونه پراته وي.
تــرسـم نــرسـی بـه گـعبـه ای اعـرابـی
این ره که تو میروی به ترکستان است
وماعلینا الالبلاغ