غزني کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

عزم(چهارشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د غزني ځایي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د یو شمېر رغرنیزو پروژو چارې پيل کړي دي.
دوی وایي چې د ټولو پروژو شمېر ۵۷ ته رسیږي چې ټولټال پرې یو میلیون امریکایي ډالر لګښت راځي.
د غزني د مقام دفتر وایي چې دا پروژې د مرکز غزني په ګډون په درو ولسوالیو کې پلې کیږي. د دوی د وینا له مخې چې دا پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان له لوري پلې کیږي.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د سوېلي حوزې مسوول سعیدمحمد نوید رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا پروژې په مرکز او درو ولسوالیو؛ اندړ، خواجه عمري او واعظ کې تطبیقیږي، چې په پیل سره به یې ۹۱۸۸ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ویل کیږي چې په دې پروژو کې ۴۸ کوچني بندونه، د کاریزونو پاکول او د پلونو او پلچکونو رغول شامل دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button