زابل کې د انګورو حاصلات له پخوا زیات شوي

عزم(چهارشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې په دې ولایت کې سږکال د انګورو حاصلاتو د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.
د دې ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عطالله راشد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې که څه هم سږکال درنو اورښتونو او بې وخته سېلابونو بڼوال زیانمن کړل؛ خو پر دې سربېره د انګورو حاصلات ۲۵ سلنه لوړ شوي دي.
راشد اعتراف کوي چې په زابل کې د مېوو او سبزيو د ساتنې په خاطر سړې خونې نه لري، خو په وینا یې چې په پام کې لري چې په یاد ولایت کې سړې خونې جوړې کړي.
دې وړاندې زیاتوي چې پروسږکال هم د سړو خونو د نشتون له وجې بڼوال زیانمن شول. نوموړی وایي چې وزارت او یو شمېر سوداګر په دې برخه کې د مرستو ویلي او په پام کې ده چې د زابل د کرنیزو توکو لپاره د سړو خونو غم وخوړل شي.
د زابل ګڼ شمېر بڼوال خپلو محصولاتو ته خوښ دي او هیله ښکاره کوي چې سرپرست دولت به یې د سړوخونو غم او محصولاتو ته د مناسبو بازارونو لټه وکړي.