ګوټرېش: ۷۰سلنه افغانان مرستو ته اړتیا لري

عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د یاد سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي چې ۷۰سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام هم وړمه ورځ خبرداری ورکړ، که د اړتیا وړ بودیجه ورته برابره نه‌شي له افغانستانه به ووځي.
د خوړو نړیوال پروګرام وویل چې اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
د کابل ښار اوسېدوونکي وايي چې په ورځني عاید نشي کولای، د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

کورنۍ وایي چې اولادونه یې په شاقه کارونو بوخت دي او دوی یې راتلونکي ته اندېښمن دي.
له دې وړاندې یونېسف هم ویلي و چې روان ۲۰۲۳ کال افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۹،۲ میلیونو کسانو ته لوړ شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!