پاکستان کې د افغانستان سفارت لخوا کډوالو ته د پاسپورټونو وېش پيل شو

عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې افغان کډوالو ته د پاسپورټونو د ورکړې بهیر رسماً پیل شوی دی.
په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفیر سرداراحمد شکیب پرون (سهشنبه د وږي ۲۸مه) ویلي چې دغه اقدام د ډيپلوماټانو او تخنيکي ارګانونو ترمنځ په غونډه کې شوی دی.
د افغانستان سفارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي پاسپورټونه آنلاین ترلاسه کړي او په ټاکلي وخت سفارت ته مراجعه وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر د دغه بهير پيل د افغان کډوالو لپاره ارزښتناک بللی او د دغه سيسټم په فعالولو يې د بهرنيو چارو وزارت له ټيم څخه مننه کړې ده.