افغانستان او ازبکستان پر سرحدي همغږۍ خبرې وکړې

عزم: (چهارشنبه، د وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د افغانستان ملي دفاع وزارت څرګنده کړې چې تېره ورځ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لوا قومندان مولوي منصور جاوید پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د ارتباطاتو رییس مولوی امین الله امینی، د حیرتان بندر د کمیسارۍ رییس او ورسره مل پلاوي ازبکستان هېواد ته سفر کړی او د هغه هېواد له لوري یې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
‏ویل کیږي چې په دې غونډه کې دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ پر همغږۍ، د ګډو پولو ساتلو، د امنیت ټینګښت او نورو اړوند مسلو دوه اړخیزې خبرې وکړې.
همدا راز دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د لرلو ژمنه وکړه او د رامنځ ته کېدو هر ډول ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button