کرکټ بورډ د اسیایي لوبو د ترسراوي لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

عزم(چهارشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله رسمي فېسبوکپاڼه د اسیایي جام لوبو لپاره د افغان ابدالیان په نامه خپله ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه. دا سیالۍ د اسیایي لوبو په موخه ترسره کیږي چې سږکال یې کوربتوب د چین په غاړه دی.
کرکټ بورډ د دې سیالیو لپاره د ملي ټیم لوبغاړی ګلبدین نایب لوبډلمشر، محمد شهزاد مرستیال لوبډلمشر او صدیق الله اتل، زبید اکبري، نورعلي ځدراڼ، شاهدالله کمال، افسر ځاځی، وفي الله تره خېل، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، نجات مسعود، سید احمد شیرزاد، قیس احمد او ظاهر خان؛ د اصلي نوملړ برخوال لوبغاړي اعلان کړي.
همداراز کرکټ بورډ ننګیال خروټی، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی او الله نور ناصري د یادو سیالیو لپاره د احتیاطي لوبغاړو په توګه په نظر کې نيولي دي.
د بورډ له قوله چې دا لوبې د اسیایي لوبو ۱۹ پړاو دی چې د چین په هانګ چو ښار کې به ترسره شي.
د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیل شي او د راروانې اکتوبر میاشتې تر اوومې به دوام وکړي.
پرېکړه شوې چې افغان ابدالیان لوبډله وار له مخه په کوارټر فاینل پړاو کې ځای ولري چې ددې برخې سیالۍ به د راتلونکې اکټوبر په دریمه او څلورمه نېټه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې ویلي چې افغان لوبغاړو ته به لا د ډېرو لوبو موقعې مومي. دوی وایي چې ښه ده افغان لوبغاړو ته د نړیوالو سیالیو او لوبو زمینه برابره شي، څو راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته له هره اړخیز پیاوړي لوبغاړو ومومو.
یاده کوو چې په اسیایي لوبو کې د بدني روزنې او سپورټ ادارې د ۱۷ څانګو ورزشکاران هم لوبیږي چې د ډېرو لوبډلې یې لا له وړاندې هانګ چو ښار ته رسېدلي.