امیرالمؤمنین حفظه الله د عینو مینې د ۳۵۰ بستریز روغتون د ناروغانو عیادت وکړ

عزم(چهارشنبه، وږي ۲۹مه، ۱۴۰۲): د کندهار د مقام دفتر ویلي چې عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب هبة الله حفظهالله د عینومیني له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې ده.
د یاد ولایت د مقام رسنیز دفتر ویلي چې شیخ صاحب حفظه الله پرون سه شنبه مازیګر د دې روغتون د ناروغانو حال وپوښت. دوی وایي چې له شیخ صاحب سره په دې لیدنه کې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک صاحب، د کندهار د عامي روغتیا رئیس مولوي محمد آدم مسلم او یوشمېر نورو مسئولینوګډون کړی وو.
ویل کیږي چې امیرالمؤمنین حفظه الله هغه روغتون ته پرون مازیګر پینځه بجې تللی و چې د شپې تر یوولسو بجو یې د ناروغانو د عیادت ترڅنګ د دې روغتون د ډاکټرانو ستونزې واورېدې.
مسووان وایی چې شیخ صاحب لومړی د ناروغانو بسترخونو ته ورغی، له دوی یې نږدې لیدنه وکړه او ټولو ته یې د الله تعالی له درباره د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.
تر دې وروسته نوموړي د روغتون ټول واټونه وکتل او د روغتون د مسوولینو او روغتیاپالانو ستونزې یې واورېدې.
امیرالمؤمنین حفظه الله د روغتون مسوولانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه او په عین حال کې یې پر ناروغانو سربېره له روغتیایي پرسونل سره د یو شمېر نغدي پیسو مرسته وکړه.