د افغانستان-چین نښلوونکي سړک اقتصادي او سیاسي نقش

ټاکنه او لیکنه: خالد روښان
د افغانستان-چین تازه پیل شوی سړک د پامیر له بزای ګنبد ساحې پیلیږي او د واخان ولسوالۍ تر وروستي بریده رسیږي. ددې سړک چارې څو ورځې وړاندې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندازه په شتون کې پیل شوې. ددې سړک اوږدوالی ۴۹.۷ کیلومتره دی چې ټولټال پرې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
ټولګټو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې ددې پروژې ټول لګښت له ملي بودیجې ورکول کیږي او یوه افغانۍ یې هم له کوم چا نه ده اخیستې.
دا سړک نه یوازې اقتصادي او سیاسي اهمیت لري، بلکې موږ له تېر برم هم خبروي او اګاهانه او نااګاهانه مو پوهوي چې یو مهال دې ځمکې د لویو کاروانونو پښې ښکولولې. د ورېښمو لاره یادوم. د ورېښمو لارې په تېر کې افغانستان لپاره د شا د رګ حیثیت درلود. له همدې لارې به د اروپا کاروانونه چین، هند او جنوبي اسیا ته رسېدل او برعکس به یې له چین او هند کالي، طبي توکي او ټوکران اروپایي هیوادونو ته لېږدول.
اوسمهال دا سړک چې د چین له پولې سره نښلي؛ بیخي اړین برېښېد. له دې ورهاخوا موږ ته له دې لارې د واخان اهمیت ښه تر سترګو کیږي. واخان د افغانستان سر دی. زموږ د دې سر شاوخوا درې هیوادونه؛ چین، هند او تاجکستان پراته دي. که موږ د دې ځای ستراتیژيک اهمیت درک کړو، نو د درې هیوادونو له نښلونې د یوه پل په حیث کار اخیستی شو او ډاډه یم چې له دې لارې به مو لوړ عاید درلود.
دا لاره به واخان چې تر ننه د یوه ګوښي سیمې په توګه ساتل شوې وه، بااهمیت کړي. دا سړک د ځمکني دهلیز رول لوبولی شي او د اقتصادي کوارېډور په حیث ترې ګټنه کېدای شي. له بلې خوا دا لاره د دواړو هیوادونو تر منځ د سیاسي محور په یوه لیکه هم بدلېدای شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له چین هیواده غوښتي چې د دې سړک په رغونه کې دې جوته ونډه واخلي.
یاده کوو چې د دې سړک چارې د پامیر په هغو برخو کې چې هوا پکې سړه ده، سوکه دي؛ خو په ټیټو برخو کې چې هوا یې لا توده ده، چارې یې چټکي دي. د ټولګټو وزارت له انده چې هڅه کوي چې د سړک چارې ژر پای ته ورسوي او په وینا یې چې ۱۵ سلنه یې د سړک چارې خلاصې کړي.