ډومینیکن جمهوریت کې درنو اورښتونو تر شلو زیات کسان وژلي

عزم(دوشنبه، د لړم ۲۹مه، ۱۴۰۲): د ډومینیکن جمهوریت د بېړنیو چارو ادارې پرون اعلان وکړ چې په دې هیواد کې سختو اورښتونو شاوخوا ۲۱ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې دغه هیواد له پرون یکشنبې راهیسې د درنو اورښتونو شاهد و. ویل کیږي چې دا اورښتونه د زورورو توپانونو او سېلابونو سبب شوي چې په پایله کې یې ګڼ پلونه، سړکونه او د استوګنې کورونه نړولي دي.
خبرونه وایي چې دې اورښتونه د هغه هیواد شاوخوا ۱۳ زره تنه هم له خپلو مېنو بې ځایه کړي دي.
ویل کیږي چې په دغه هیواد کې پروني اورښتونه بې ساري دي او ښایي د ځاني زیانونو کچه لا هم لوړه شي.