پاکستاني مدني فعالان: پاکستان دې د کډوالو له ځورونې لاس په سر شي
عزم(دوشنبه، د لړم ۲۹مه، ۱۴۰۲): د پاکستان د مدني ټولنې یو شمېر غړو، وکیلانو، حقوقي او سیاسي فعالانو د یوه کمپاین په ترڅ کې له خپل هیواده غوښتي چې له افغان کډوالو سره دې له ناوړه چلنده لاس واخلي او افغانستان ته دې یې له ستنولو ډډه وشي.
دوی د یوه کمپیاین په ترڅ کې ویلي چې د ناقانونه کډوالو ته تر ضرب الاجل ټاکلو وروسته پولیسو له افغانانو سره له زور زیاتي کار اخیستی دی.
دې فعالانو د کډوالو د نه ستونې په پار یو کمپیاین پر لار اچولی او ویلي یې دي چې د ناقانونه افغانانو د جبري ستونې حق څوک نه لري او په هېڅ قانون کې هم د کډوالو ځورونه، ربړونه او یا هم د پولیسو او نورو قانون پلې کوونکو ادارو له خوا زندانې کېدل نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ستونې لړۍ غندلې وه.
له بلې خوا افغان دولت په کراتو له پاکستاني حکومت غوښتي چې هلته له مېشتو افغان کډوالو سره دې له زیاتي کار نه اخیستل کیږي. په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه یو ګډ کمیسیون هم رامنځته شوی چې موخه یې افغان کډوالو ستونزو ته لاسرسی دی.