مفتی صاحب ! په ایمان راته ووایه …!

مولوي سلمان احمد صافی ——–
دا جمله د مولانا بجلي ګر صیب ده ، بجلیګرصیب خو تعارف ته اړتیا نلري ځکه چې هغه زما تر تعارف ډېر اوچت دی . کیدای شی دا جمله به تاسو هم ځیني اوریدلي وي .
وایی چیري یوې هدیرې ته د جنازې لپاره تللی وم ، یو ملاامام دی د مړي له جسد سره اخوا دیخوا کیږي ، خاورو باندی دم و چپ کوي او خلکو ته وایی ، هلکه دایی خپو ته واچوئ ، هلکه دا یې سر ته واچوئ ، دا هلته واچوئ او دا هلته .
بجليګر صایب وایی : زه غلی غوندی راغلم پټ مې ورته وویل : ملا صیب ! په ایمانی راته ووایه خدای به یې په دې وبخی چې دا ته کوم کار کوي ؟! وای ده راته ویل : غلی شه بجلیګره ! حاضري می لګوله حاضري ..! ( ګویا د دې مړي خپلوانو ته مې ځان ښکاره کولو چې بیا یو څه راته راکړي. کنه غرض می دا نه و چې په دې خپل دم و چُپ باندي دا مړی په خدای وبخښم .)
د مولانا بجليګر مرحوم دا خبره هغه مهال را یاده شوه چې په ټولنیزه رسنۍ فیسبوک کې مې یوه فتوی ولیدله او بیا مې ولوستله. په دې فتوی کې راغلي چې نن سبا په افغانستان کې شرعي امیر وجود نلري.
بیا مې همدا سرلیک په ځینو نورو آزادو خبري ویبپاڼو کې هم ترسترګو شو چې اکثرو یې همدا مهم ټکی ورته عنوان کړی وو . ماته عجیبه ځکه ښکاره شوه چې دا ډول فتواوي معمولاً علماء کرام په داسي مسائلو کې ورکوي چې د عامه مسلمانانو مصالح پکي خوندي کیږي ، نه داچې هغوی ته نقصان ورسوي . ځکه چې شریعت هیڅکله د مسلمانانو د خیرښیګڼي خلاف احکام نلري . هرڅه یې د مسلمان بلکي د ټول انسانیت پخیر دي .
خو په یاده سیاسي فتوا کې له ورایه څرګندیدله چې مسلمانانو ته د بې اتفاقۍ ، ګډوډۍ او انارشیزم بلنه ورکوي ، او دا هغه ټکی دی چې شارع علیه السلام همیشه مسلمانان له دا ډول فتنې څخه ویرولي او دا یې د دوی د تباهي ترټول غټ سبب بللی چې مسلمانان دې یو امیر ونلري او د ځنګله د ځناورو غوندي ژوند دي کوي .
د یوې خبري وضاحت ..
مخکي تر دې چې د فتوا په اړه نوري خبري وکړو ، یو ټکی واضح کول غواړم ، هغه داچې پر دې فتوا چې کومو علماؤ دستخطونه کړی ؛ په دې کې دوې ډلې خلک دي : چي په خپلو کې همفکره نه دي . یو څو کسه علماء پکښي دي ؛ د هغوی په عقیده او نظر زه تر ډېره حده خبر یم هغوی رښتیا هم ډېر پاک زړي مسلمانان دي ، یقیناً چې دوی له قضیې نه سم خبر نه دي ، بلکي په ډېر ناوړه شکل پوهول شوي دي .
او په دې فتوا سره د هغوی غرض هرو مرو دا نه ؤ چې د فتوا له عنوانه ښکاري چې ګویا امیر او امارت نفي کړي ، هرج و مرج ته اجازه ورکړي ، بلکي هغوی پخپل نیت کې مخلصان وو ، دوی نیت درلودی چې د خپلمنځي جګړې پېښه رامنځ ته نه شي . او غالباً همدغه خلک به وو چې وار له مخه لا دستخطونه تري اخیستل شوي ؤ . له فتوای سره نښلول شوي وو . دا بېله خبره ده چې دوی ولي په پټو سترګو دستخطونه کول ؟ اما نیت یی په هرصورت غلط نه وو .
مګر په دوی کې یو شمېر ملایان واقعاً فتنه ګر دي ، دسیسه جوړونکي دي ، هغه د چا خبره د اوباما تبر ته لاستي جوړوونکي ملایان دي . په دې عنوان چې ګویا موږ د مسلمانانو ترمنځ د جنګ جګړو او وینو تویولو مخه نیسو ؛ برعکس یې هڅه کړی چې مسلمانان په فتنه کبری کې واچوي ، ټولو مجاهدینو ته وایی چې امیرشرعي او امارت شرعي نشته ، هر سړی پوهـ سو او خپل کار یې . دا څومره غټ ظلم دی .
او دا هغه خلک وو چې په لومړي سر کې د اختلاف ګرو ملګري شول ، او د هغوی اختلاف ترلمر واضح وو چې له ملااخترمحمد منصور سره یې د قومي عصبیت او یا د نورو امتیازاتو غوښتنو ستونزه لرله . دغه ملایان چې په هغه دسیسه کې ناکام شول ، نو یې وویل چې دا خو هسی بدنام شوو ، چې د قوم ، پیسو ، امتیازاتو او قدرت پرسر مو ناکام اختلاف وکړ ، نو راځئ د دغو نورو پاک زړو علماؤ له اخلاص او سادګۍ نه هم ګټه پورته کړو ترڅو دا جوړ امارت ته خو یوه لغته ورکړو . مګر په دې کې هم رسوا کیدونکي دي . انشاء الله . نو زما په دې لیکنه کې خطاب یوازي همدغي وروستۍ ډلي ملایانو ته ده .
په هر صورت …
ملاصاحبانو پخپله فتوا کې ویلي ، چونکه د شرعي امیر لپاره ډېر شرایط دي او هغه شرایط د طالبانو په نوي امیر کې وجود نلري ، لهذا هغه شرعي امیر نه دی ، اطاعت یې لازم نه دی ، له ده څخه مخالف باغي نه بلل کیږي ، هرچا ته اجازه شته چې پخپل سر څه کولای شي ودي کړي ، او دا امیر حق نلري چې د فساد کوونکو مخه ونیسی ، ځکه چې دا نوی امیر پر هغو شرایطو برابر نه دی کوم چې اسلامي شریعت ورته وضع کړي دي . بیا یې د دې لپاره ډېرو کتابونو ته حوالي ورکړي .
په دې اړه له ما سره څو پوښتني پیدا شوي …
1 – لومړۍ پوښتنه دا ده چې د دغو مفتي صاحبانو دې ټکي ته نه دي پام شوي چې اسلامي شریعت خو د مفتي او قاضي لپاره هم کلک شرایط وضع کړي ، ان دا یی لا ویلي چې قاضي او مفتي به د غصي په وخت کې فیصله او فتوا نه کوي ، له چا سره چې یې شخصي عقده وي ؛ د هغه پر ضد به فتوا نه ورکوي یعنی که وریی کړي ؛ هغه فتوا یې قابل عمل نه ده … نو آیا په دې ملاصاحبانو کې هغه شرایط ټول موجود دي چې شریعت ورته ټاکلي ، مفتي صاحبان دي خدای ته مخ کړي او پخپل ګریوان کې دې وګوري چې واقعاً دوی هیڅ ډول سیاسی ملحوظات نلري؟ هیڅ نوع شخصي مخالفت نلري ، له نوي امیر او امارت سره هیڅ عقده نلري ، دوی واقعاً د ټول مسلمان ولس خیر په نظر کې نیولی او که د یوڅو معلومو کړیو په لارښوونه یې د څو اشخاصو د دفاع لپاره دا فتوی جوړه کړي ؟
که په تاسو کې هغه صفات نه وي ، (او ښکاره خبره ده دا به تاسو هم منئ چې نسته ) نو بیا د سیاسي دښمنۍ پر آساس لیکل شويو څو پاڼو ته څنګه د شرعي فتوا رنګ ورکوئ ؟، او په ملااخترمحمد منصور کې بیا د راشده خلفاؤ صفات لټوئ .؟
دا به هم درسره ومنو چې د امیرلپاره شرایط واقعاً ډېر او سخت دي ، نو تاسو ووایاست چې تر دې مخکي مرحوم امیر ، امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد ، له ټولو هغو صفاتو برخمن وو چې تاسو په کتابونو کې لټولي او له منصورصاحبه یې غواړئ .؟
حال داچې د هغه مرحوم (امیرالمؤمنین رحمه الله ) په قومانده خو تاسو د هلمند غفار اخندازاده ، د غزني قاري بابا ، د کندهار سرکاتب ، د هرات اسماعیل خان او داسی نور باغیان بلل ، او هغوی خو معلوم الحاله مسلمانان مجاهدین وو .
2 – د دغو مولوي صاحبانو په فتوا کې راغلی چې ملا اختر محمدمنصور ځکه شرعي امیر نه دی ، چې اهل الحل والعقد نه دی ټاکلی ، ولې چې اهل الحل والعقد په اوس وخت کې په مشکله موندل کیږي . نو دا مهم شرط چې نفی شو ، مشروط هم منتفي شو چې مشروعیتِ امیر دی .
نو ملاصاحبانو ! آیا ملامحمدعمر مجاهد صحابه کرامو ټاکلی وو ، که د همدغي زماني خلکو ؟ که تاسی وایاست چې هغه ته خو ۱۵۰۰ علماء را ټول شوی وو . دا سمه ده ، مګر هغوی خو د امیرالمؤمنین لقب ورکړ . تر دې مخکي خو همدغو څو تنو مجاهدینو دی امیر وټاکه چې په قومنده یې عملاً جهاد شروع وو ،اوتردي غونډي دوه کاله مخکي تحریک پیل شوی و اوتردي وخته په زرهاووکسان دمخالف لوري او طالبانو تلف شوي و او جهاد یې هم د فساد په مقابل کې وو، نه د سرو کافرانو په وړاندي . علماؤ خو فقط هغه لا پسی تائید کړ. نو د هغه د امارت په وخت کې خو تاسو هم په جهادي خدمتونو لګیا واست . وظیفي او معاشات مو درلودل . ممکن اوس به یې هم منئ ځکه چې ستاسو خو یوه دعوا دا ده چې موږ د مرحوم ملامحمدعمر مجاهد په دفاع کې د ملااخترمحمد منصور مخالفت کوو .
3 – ملاصاحبانو پخپله فتوا کې د امیر د امارت د مشروعیت لپاره یو شرط دا بیان کړی چې قدرت او تسلط به لري ، چونکه ملااخترمحمد منصور قدرت او تسلط نلري ، لهذا امارت یې مشروع نه دی .
دا سمه ده چې د امیر لپاره سلطه ضروري ده ، خو دې ته به فکر وکړو چې شرعي سلطه وایی څه ته ؟ هومره قدرت او تسلط چې ملامحمدعمرمجاهد په دا ۱۲کاله کې درلودی او د همغه تسلط په وجه د هغه مرحوم امارت مشروعیت درلود ، حکم یی نافذ وو ، جهاد یې ترقومانده لاندي صحي وو ، مسلح مخالف یې باغي بلل کیده ؛ نو اوسنی امیر منصور صاحب ته خو همغه قدرت را انتقال شوی او تر هغه لا زیات شوی دی کم شوی خو بیخی نه دی .
مجاهدین چې په افغانستان کې مسلط دي ، په هرځای کې چې وغواړي ؛ د همدې نوي امیر په حکم حتی حدودالله هم په محضر عام کې جاري کولای شي ، په ۳۴ولایتونو کې چې مسئولین لري ، قاضیان لري او نافذه قوه لري ، هغوی د ولس ټول معاملات د شریعت له مخي خلاصوي ، حکومت ته دومره نه ځي لکه څومره چې طالبانو ته راځي ، نو آیا دا شرعي تسلط نه بلل کیږي .؟ او که تاسو تسلط دا بولئ چې د کابل دارالآمان کې د پارلمان ودانۍ او د ارګ ماڼۍ باید له منصور صاحب سره وای ، بیا یې حکم نافذ ، او دی شرعي امیر و ؟ نو دا خو له ملاصاحب مرحوم سره هم نه وو . ؟
4- د ملاعبدالرؤف صاحب په یاده سیاسي فتوا کې راغلي چې په اوسني امیر کې د امارت شرایط پوره نه دي ، دا موږ هم منو چې د راشده خلیفه شرایط پکي نشته چې بیا د خلیفة المسلمین لقب خپل کړي ، مګر د څوارلسمي پیړۍ د مسلمانانو د یو سواد اعظم لپاره هم ستا په نظر د امارت لیاقت نلري ؟
امام قرطبي رحمه الله خو د مسلمانانو د امیر لپاره لاندي صفات آساسي او کافي بللي :
1– مسلمان به وي 2– نارينه به وي . 3– بالغ به وي . 4– عاقل به وي . 5– د دین عالم به وي . 6– عادل او صالح به وي. 7– حُر (آزاد) به وي . 8– صحتمند به وي . 9– زړه ور او شجاع به وي.10– د حکومت په چارو او اسلامي سياست به پوه وي .
اوس تاسو څه فکر کوئ چې دا صفات په اوسني امیر کې نشته ؟ که نشته هغه کوم صفات دي؟
ابوبکر صدیق رض په لمانځه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکي کړ ، لمونځ یې پسی وکړ ، صحابه وو یې هغه دلیل کافي وګاڼه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم جانشین یې وټاکه ، که چیري یې په ژوند کې هغه خپل نائب هم ټاکلی وای او د ده په نیابت کې یې اوږده موده د مسلمانانو امور انجام کړي وای ، نو بیا به هم صحابه وو په هغه کې شک وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه کیدلای نشي . ؟ مشر ملاصاحب خو په ټول تحریک کې همدغه سړی منتخب کړی و ، د ده تر وفات وروسته داسی خلکو پسی تائید کړ چې هغوی هم زموږ او ستاسو په عصر کې که اهل الحل والعقد ګڼل کیدل ؛ همدغه خلک به وي ، له دې پرته که هرڅوک راتللی بیا به هم ستاسو اعتراض حل شوی نه وای ، مګر چې آسماني فرشتې را نازلي شوي وای .
5- په فتوا کې لیکل شوي چې په زور بیعت اخیستل سم کار نه دی د شریعت له نظره . ګویا ملااخترمحمدمنصور له دې امله هم شرعي امیر نه دی چې چا ورسره بیعت نه دی کړی ، هغه چا چې کړی ؛ هغه منصور صاحب په زوره مجبوه کړي ، بیعت یې تري اخیستی دی . او یا اوس چې څوک مخالفت ته نه پریږدي مقصد یې له هغوی نه د بیعت اخیستل دي .
دا ډېره عجیبه خبره ده ، په دا څوارلس کاله کې حتی په دا شل کاله کې خو په ټوله دنیا کې هیڅ څوک هم په دې ونه وتوانیدل چې په طالب یوه خبره ومني ، نه چا په زور او نه چا په زر دې ته وهڅولای شوای چې ته کښینه یا ولاړ شه ، ته دا وکړه یا ها وکړه . نو منصور صاحب څومره تکړه شو او له ده سره کوم داسي جادو وو چې له بدخشانه تر هراته یې په ۵ورځي کې ټول طالبان دې ته مجبور کړل چې زما سره بیعت وکړئ …!؟
که دا بیعت د ایمان او وجدان په تقاضا نه وي ، د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد د جوړ کړي کور د بقاء او ژوندي ساتلو په غرض نه وي ، له اسلام او مسلمانانو سره د وفادارۍ په آساس نه وي ، د یو ریښتیني اسلامي او ملي احساس له مخي نه وي ، بلکي د پیسو په وجه وي او یا د زور له امله وي ، نو زر او زور خو بیا دواړه له دښمن امریکا سره شته ، هغه ولي نشي کولای طالب خپلي یوې وړې غوښتني ته مجبور کړي .
او یا داچې د مفتي صایب د فتوا په خیره ، هغه څوک چې مخالفت کوي ، له منصور سره بیعت نه کوي نو هغه (منصور) یې په مرګ ګواښي . زه فکر کوم چې دا هم یوه صریح افترا ده ، بیخي ډېری خلک دي چې په کورونو کې ناست دي تراوسه چا نه ورته ویلي او نه به ترقیامته ورته ووایی چې تاسو له منصور سره بیعت ولي نه کوئ ، کنه نو مړه به مو کړو . هیڅ بېلګه یې نه لیدله شوي او نه به یې څوک وړاندي کړي .
د یوه جماعة او یوه امیر په اړه د اسلام ترکیز…!
د امیرانو ، قومندانانو او ډلو تعدد نه شرعاً ، نه عقلاً او نه منطقاً جایز دی ، ځکه چې نقصان یې ډېر بدیهي او د ټول مسلمان ملت په تاوان دی . په اسلام کې د یوه جماعة ، یوه امیر او له هغه نه د اطاعت په اړه ډېر تاکید شوی . لکه چې د اسلام دویم خلیفه امیرالمؤمنین عمرابن الخطاب رضی الله تعالی عنه فرمایی :
« إِنَّهُ لَا إِسْلَامَ إِلَّا بِجَمَاعَةٍ ، وَلَا جَمَاعَةَ إِلَّا بِإِمَارَةٍ ، وَلَا إِمَارَةَ إِلَّا بِطَاعَةٍ . رواه الدارمي »
بیشکه چې اسلام له جماعة پرته نشته ، (یعنی اسلام بری نشی موندلی) او جماعة بې امیره نشی راتلی او امارت له اطاعة پرته نشي قائیمیدلای .
همدارنګه د یو معلوم الحاله اسلامي جماعة د امیر په وړاندي مخالفت کول په داسی حال کې چې هیڅ نوع د شرعي مخالف عمل ځینی لیدل شوی نه وي ؛ خورا ناوړه او منکر عمل بلل شوی، امام طحاوي رح زموږ د احنافو ترټولو سترمحدث او فقیه عالم دی هغه داسي فرمایی :
— « وقال الإمام أبو جعفر الطحاوي رحمه الله في شرح العقيدة الطحاوية: (ولا نرى الخروج على أئمتنا وولاة أمورنا وإن جاروا ولا ندعو عليهم ولا ننزع يدا من طاعتهم ونرى طاعتهم من طاعة الله عز وجل ما لم يأمروا بمعصية وندعو لهم بالصلاح والعافية). »
— امام ابوجعفر الطحاوي رحمه الله وایی : موږ د خپلو امراؤو او اولی الأمرو سره مخالفت او د هغوی نافرماني نه کوو ، که څه هم ظلم کوي ، نه موږ هغوی ته بددعاء کوو ، او نه موږ د هغوی له اطاعته روګرداني کوو ، موږ د هغوی اطاعت په حقیقت کې د الله تعالی اطاعة ګڼو ترڅو چې یې موږ په معصیة نه یو امر کړي او موږ هغوی ته د اصلاح او عافیت دوعاګاني کوو . )
— په حجة الوداع کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :
« ولواستعمل علیکم عبد یقود کم کتاب الله، فاسمعوا له واطیعوا» رواه مسلم )
که یوغلام پرتاسې امیرشو او هغه دالله ج د کتاب د حکمونو سره سم پر تاسې حکومت کوي د هغه واورئ او اطاعت یې وکړئ .
— بل حدیث شریف دی: « من خرج من الطاعة وفارق الجماعة فمات میتة جاهلیة ».
او چاچې د مسلمانانو ډله پریښوده او د امیر له اطاعت کولو څخه ووتی او په دې حالت کې ورته مرګ راغی نو هغه پر جاهلیت ومړ. د ابن عمررض په روایت کې راغلي:
— « من خلع یدا من طاعة لقی الله یوم القیامة ولاحجة له ومن مات ولیس فی عنقه بیعة مات میتة جاهلیة »
او چاچې د امیر له اطاعت څخه لاس ونیو ( یعنې دهغه اطاعت یې ونکړ ) د قیامت په ورځ به هغه د الله تعالی په وړاندې راشي، چې د خلاصون لپاره به هیڅ ورسره نه وي . او کوم مسلمان چې له دنیا څخه په داسې حالت کې رخصت شي ، چې د امیر د بیعت له کړۍ څخه یې غاړه وزګاره وه، نو یقیناً چې هغه د جاهلیت په مرګ مړشو.
— په بل حدیث شریف کې دي چې : « من فارق الجماعة شِبراً فکانّما خلع ربقة الاسلام من عنقه » ترمذی)
یعنې څوک چې د جماعت (ډلي) څخه د یوې لویشت په اندازه هم بیرون شو د هغه حکم داسې دی لکه چې هغه د اسلام د اطاعت کړۍ له خپلې غاړې وایسته او په بل روایت کې دي: « دخل النار» اخرجه الحاکم)
— یعنې څوک چې د جماعت څخه بیرون شو، د هغه ځای جهنم دی.
— قال رسول صلی الله علیه وسلم « من اتاکم وامرکم جمیع علی رجل واحد یرید ان یشق عصاکم اویفرق جماعتکم فاقتلوه » رواه مسلم ص ۱۲۸ج۲)
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که څوک تاسوته راغی په داسي حال کې چې تاسو پر یوه امیر سره متحد واست او دغه تن اراده درلوده چې ستاسو لکړه (اتحاد) مات کړي یا ستاسو په ډله اوجماعت کې تفرق او نفاق اچوي نو ويې وژنئ .
شیطاني وسوسي…!
نو کله چې دا هم معلومه شوه چې مسلمانان باید هرو مرو په یوه جماعة او ډله کې سره را غونډ شي ځکه چې له جماعة پرته اسلام نشته یعنی اسلام بری نشي موندلای ، او د هغي لپاره د امیر اشد ضرورت دی ځکه چې له امیره پرته جماعة نشي جوړیدلای ، او دا هم واضح شوه چې د امیر لپاره پورتني لس صفات چې امام قرطبې ذکر کړي ؛شریعت کافي ګڼلي. نو بیا ولي یو څوک چې ځان ته واقعي مسلمان وایی ؛ د شیطاني وسوسو او حرامو دسیسو پیروي کوي ، پخپله خو یې اوږې د اسلام له دغه صریح حکم څخه سپکي کړي وي . لا نور هم کوشش کوي چې د نورو مسلمانانو په تفرق ښه زړه یخ کړي . او په داسی سختو شرایطو کې لکه نن چې د افغانستان مسلمانان او مجاهدین ورسره مخ دي ؛ پرځای د دې چې مرسته او لاس نیوی یې وکړي ، برعکس د کفارو او دوښمنانو پلانونه ورسره عملي کوي …؟!
د یادي فتوا هدف رښتیا همدا دی ؟…
ښاغلي مولوی صاحبان د خپلي فتوا مقصد دا بیانوي چې ګویا د طالبانو ترمنځ د خپل منځي جګړو د خطر مخه نیسي. مګر د فتوا عنوان او محتوا یې بیا پر دې خبره را څرخي چې په افغانستان کې شرعي امیر نشته. چې امیر نشته نو هرڅوک کولای شي چې ځان ته امارت او قومانداني اعلان کړي ، هغه که مادرسول وي ، که داعش وي ، که نیازی وي ، که ننګیالی وي او یا بل څوک … نور دوی د هیڅ یوې قومندي ماتحت نه دي ، نه د چا باغیان بلل کیږی ، نه ورباندي کوم امیر شته.
نو که له دې فتوا نه په استفادې یو غل را پورته کیږي او ځان ته امارت او جهاد اعلانوي ، نو د هغه مخنیوی به بیا څوک کوي ؟ ځکه چې شرعي امیر خو وجود نلري، ستاسو په خبره ، چې په قومنده یې څوک د هغه غله پرخلاف وجنګیږي ، او پر هغه یې حکم نافذ شي !!؟ نو د هغې ستري خرابۍ مسئولیت به بیا د چا په غاړه وي .؟
نو له دې نه واضح ښکاري چې د ملاصاحبانو له فتوا نه هدف اصلاحي نه ، بلکي سیاسي ، عنادي او مغرضانه دی.
اخیري خبره …
په دې کې هیڅ شک نشته چې د علماؤ داسی نصیحتونه چې هغه مجاهدین او عام مسلمانان له خپلمنځي اختلافاتو را ګرځوي ، او دوی وخت پر وخت د خپلو هدایاتو په رڼاکي د خپلمنځي فتنو مخه نیسي او همدا یې غرض وي ، دا رښتیا هم هغه عمل دی چې عین د قرآن او د پیغمبر په احادیثو باندي عمل دی ، پر دې که څوک اعتراض کوي ؛ په مسلماني کې به یې شک وي .
خو متاسفانه چې د یادې سیاسي فتوا څخه د اصلاح نه بلکي د فتنو را ولاړولو ، بدبختیو پیدا کولو ، او د ګډوډیو رامنځ ته کولو ، د مسلمانانو د صف د ماتولو او د دښمن سره د مرستي کولو، د تنظیمي وختونو د بیا را اعاده کولو او د مسلمانانو د وینو تویولو صاف بوی را ځي .
ملاصاحبانو! تردې به آسانه فتوا دا نه وای چې دغه د ګوتو په شمار څو کسانو باندي یې ږغ کړی وای چې یا خو له سواد اعظم سره ملګري شئ او یا له مقابلې او تخریبه لاس واخلئ ، که د منصور په امارت خوښ نه یاست نو ترهغه مهاله پر کور کښینئ ترڅو چې حالت له اضطراره را وزي او د مجاهدینو دغه بریا ته رسیدونکې قافله تر یوه منزله ځان رسوي. بیا به هغه وخت تاسي خپلي مایوسۍ او اعتراضات د امارت او مجاهدینو په وړاندي کښیږدئ .
په اوس وخت کې ستاسو مخالفتونه د جهاد او مجاهدینو په سخت نقصان دي . آیا دغو مفتي صاحبانو داسي یوه فتوا نشوای ورکولای ؟؟؟ چې په دې سره به مو ظاهري دعوا ریښتیني ثابته شوي وای .
د دې څه اړتیا وه چې تاسو ویل شرعي امیر نشته لهذا خپل منځي جنګونه مه کوئ . آیا دا د سیاف فتواګانو ته ورته نه ده چې همیشه یې د باطنې خبث کاسه ډکه شي را ووزي په کابل کې د خبریالانو د مایکونو په مخکي فتوا صادره کړي چې د طالبانو جهاد او امارت شرعی نه دی ، لهذا افغان عسکر شهیدان دي ، او طالبان جهنمیان دي . ؟؟؟
نو ملاصاحبانو! خدای مکړه که ستاسو په دغه کوچني فتوایی حرکت باندي د مسلمانانو دا صف د کافر او مرتد دښمن په وړاندي دړي وړي کیږي او مسلمانان له رسوایی سره مخ کیږي ؟ تاسو څه فکر کوئ چې تاسو به د الله تعالی په وړاندي د څومره ستري خطا ارتکاب کړی وي ؟!
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : که څوک تاسو ته راغی په داسي حال کې چې تاسو پر یوه امیر سره متحد واست او دغه تن اراده درلوده چې ستاسو لکړه (اتحاد) مات کړي یا ستاسو په ډله اوجماعت کې تفرق او نفاق واچوي نو ويې وژنئ .
……………………………………………… و الی الله المشتکی وبه المستعان .
اللهم لاتزغ قلوبنا بعد اذهدیتنا و هب لنا من لدنک رحمة انک أنت الوهّاب
مولوي سلمان احمد «صافی»
2015-12-20 یکشنبه