د حضرت ابو بکر الصدیق رضي الله عنه سیرت (درېمه برخه)

لیک او ترتیب: حبل الله المتین

د ابوبکر رضي الله عنه دریم لقب عتیق دی.

د ابوبکر رضي الله عنه یو نوم د جاھلیت په زمانه کې ھم عتیق ؤ. خلکو به د دہ د ډیرو خوبیانو په وجه ورته دا نوم اخیست. ھغوی ترې دا معنی اخیسته چې مخ یي له شرم او عار څخه په آمان دی. بیا په اسلام کې ھم ورته ھمدا نوم اخیستل کېده.

له عبدالله ابن زبیر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ به ده ته عتیق وایه، عتیق یعنې له دوزخ څخه ازاد شوی؛ ځکه چې ابو بکر رضي الله عنه له عشره مبشره څخه و.

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ له صحابه کرامو سرہ زما د کور په انگړ کې ناست و او زہ دننه وم، زما پلار تشریف راوړ؛ کله چې را ښکارہ شو، رسول الله ﷺ وفرمایل: که تاسې غواړئ داسې نفر وگورئ چې له دوزخ څخه ازاد وي، نو ابوبکر رضي الله عنه دی، (د عتیق نوم یې ورته واخیست).

حبیشه رضي الله عنه فرمایي: رسول الله ﷺ به ابوبکر رضي الله عنه ته ویل: د عتیق او صدیق نوم الله ﷻ درته غورہ کړی دی.

کله چې ابوبکر رضي الله عنه د کفارو له وھلو لږ روغ شو، بیا به بیت الله شریف ته تله او ھلته به یې عبادت کاوه. د دہ په تلاوت او لمونځ کې دومرہ خوږوالی و او ژړل به یې چې د مشرکینو نارینه او ښځې به ورته ودرېدل او فکر به ورته وړي وو چې دا دین حقیقي دین دی، خو د مشرانو له ویرې به چپ وو. مشرکینو به ځوانانو ته ویل: مه یې پرېږدئ چې عبادت وکړي. نو ھماغه و چې ابو بکر رضي الله عنه رسول الله ﷺ ته وویل: زہ له دې وطن څخه بل ځای ته ځم، دلته له عبادت څخه خوند نه شم اخیستلای. رسول الله ﷺ حبشې ته د تللو اجازه ورکړه. نو په ھمدي نیت له کورہ ووت. په لارہ کې پر یوه قوم باندې تیرېده چې په (بَرَکَ غُمَاد) سیمه کې پروت و. د ھغه قوم مشر اِبْنَ الدَّغْنَة په مخه ورغلی، آواز یې ور باندې وکړی: ابوبکره (رضي الله عنه) چېرته پخیر؟

ابوبکر رضي الله عنه ورته په غمجن اواز وویل: خپل قوم له مکې راوشړلم.

اِبْنَ الدَّغْنَة وویل: ستا قوم ھغه څوک راشړي چې له غریب سرہ مرسته کوي، کونډې او یتیمان پالي، مظلوم له ظالم ژغوري، درواغ نه وایي، د ښه نسب خاوند وي؟ نه دا نشي کېدای؛ راځه بیرته واپس شه، زہ امن درکوم او له لاس یي ونیو. بېرته مکې ته راغلل.

 لومړی ابن الدغنة په بیت الله شریف کې اعلان وکړ: ما ابوبکر رضي الله عنه په امن کړی. بیا د مکې د سرسختو مشرکینو په کورونو وگرځېد، ټول یې خبر کړل چې که ھر چا ابوبکر رضي الله عنه ته نقصان ورساوه، خیر یي نشته. ټولو د ھغه خبرہ ومنله، خو یو شرط یې کیښود چې په حرم شریف کې به عبادت نه کوي، په کور کې به خپل لمونځ او تلاوت کوي، نو ابن الدغنة ابوبکر رضي الله عنه ته وویل: ھمداسې وکړہ. نو ابوبکر رضي الله عنه د خپل کور په ساحه کې وړوکی مسجد ځان ته جوړ کړ، ھلته به یې عبادت کاوه، خو په دومرہ ښکلي اواز به یې تلاوت کاوه چې ډېر مشرکین به یې لیدو ته ودرېدل او ویل به یې: والله چې دغه دین حق دی، خو له ویرې یې اظهار نه شوای کولای.

اخیر مشرکینو ته دا کار سخت تمام شو چې که ھمداسې ډلې ډلې خلک د دہ تلاوت اورېدو ته ودریږي، نو کېدای شي ټول اسلام قبول کړي. نو ابن الدغنة ته ورغلل چې ته ورته ووایه چې یو چیري پټ ځای کې عبادت وکړي، نږدې دہ چې د ټولي مکې خلک خراب کړي، زمونږ خلکو خپل کارونه پریښي دي د دہ لیدلو ته ولاړ وي. نو ابن الدغنة راغلی ورته ویې ویل: یا ابوبکرہ (رضي الله عنه) یا خو ته خپل عبادت چیرته پټ کوہ، یا زہ درنه خپل امن بېرته اخلم چې دوۍ ھر کار درسرہ وکړي نو کوي به یې.

ابوبکر رضي الله عنه ورته وفرمایل: ته دې خپل امن بیرته واخله، زہ فقط له خپل رب ﷻ څخه امن غواړم، زہ عبادت نشم پریښودلای. نو ھغه ترې خپل امن بیرته واخیست او ابوبکر رضي الله عنه بیا تکلیفونه گالل په ځان ومنل.

ابوبکر رضي الله عنه فرمایي: ما په جاھلیت کې ھم شراب نه دي څښلي، د بتانو عبادت مې نه دی کړی، زنا، سود او دوکه مې نه دہ کړې، درواغ مې نه دي ویلي.

نوموړی فرمایي: یوہ ورځ د جاھلیت په وخت کې پلار راته وویل چې فلانۍ بتخانې ته مې ورسوہ؛ ھغه ړوند و، ما ډیرې بهانې ورته وکړې خو ھغه مجبور کړم. کله چې مې بوتلی نو ھغه په خپل کار مشغول شو، زہ یوه غټ بت ته ورغلم ورته ومې ویل: وږی یم د خوراک لپارہ کوم څه راکړه خو جواب یې را نکړ. بیا مې ترې جامې وغوښتلې، جواب یي را نه کړ، نو په یوہ غټه تیږہ (ډبره) مې پز مخ وویشت او بل (پړ) مخ راپریوت.

ابو بکر الصدیق رضي الله عنه فرمایي ما چې د شام د تجارت په سفر کې کوم خوب لیدلی و، ډېر په بي صبري سرہ د ھغه رښتیا کېدو ته په تمه وم.

د شام سفر او داسې نورې زړہ راښکونکې پیښي، بیا ان شاءالله!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button