دموبي ګروپ په کارمندانو د برید په هکله خواله رسنیو کې تبصرې

پرون دچهار شنبې په ورځ مازدیګر مهال دکابل ښار په دالارامان سیمه کې دطلوع تلویزیون دکارکونکو کاسټر موټر چې شاوخوا دېرش تنه پکې سپاره وو سرتیری برید ترسره شوه .
دکابل دامنیتي چارواکو او طلوع تلویزیون له قوله چې دمړو شمېر یې اوس ۹ تنو ته رسېدلی او لاهم په ۲۳ زخمیانو کې دیو شمېر کارکونکو صحي حالت داندېښنې وړدی
دبرید مسؤلیت وسلوالو طالبانو په غاړه واخیست او یوځل بیا یې طلوع ته ګواښ کړی طالبانو بې طرفه رسینو ته دملاتړ ډاډ هم ورکړی دی
دبرید په هکله په خواله رسنیو کې بیلابیلي تبصري شوي دي ډېری افغانان دطلوع په کارمندانو دبرید ملاتړ کوي او خپلو پروفایلونو باندي یې دطلوع تلویزیون دلوګو انځور چې سره چلیپیا پرې کش شوې ده لګولی ده ، دلته به دفیس بوک دځينو لیکوالو او فعاله څېرو تبصرې را واخلو
دیادوني وړ ده چې فیس بوک کې دیادي موضوع په اړه زیاتي څرګندوني شوي دي چې دټولو رانقول یې ستونزمن بريښي
ژورنالیست او لیکوال ښاغلی نعمان دوست لیکلي چې دنورو بریدونو په مهال به تلویزیون کې سندري او ګډاګاني نشرېدلې خو نن چې تلویزیون خپله په نښه شوی دی نه سندري شته او نه هم ګډاګاني .
نعمان دوست : « یا به بمبار شوی و
یا به انفجار شوی و
او
یا به انتحار
کورونه به له جنازو ډک وو
کورونه به له چیغو ډک وو
او…
خو ټلویزیون کې به مستې سندرې او نڅاوې چالان وې.
لاندې پټه کې به د مرګ ژوبلې او خونړیو پیښو خبر تیریده، خو پر سکرین به مسته سندره له ډانس سره چالان وه.
نن ټلویزیون سندرې نه خپروي
نن ټلویزیون نڅاوې نه خپروي
او دا ځکه چې:
نن دوی د خونړي خبر سرټکي دي
دلته چې په چا راغله په هغه راغله
د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او رسنیو ته د ولس په غمونو کې د شراکت په هیله!
ربه!
وطن او وطنوال مې وساتې»
تکړه لیکوال او شاعر قاري سعید لیکي :
« یوه شیبه سترګې پټې کړه، خپل باطن او زړه ته متوجه شه،که د طلوع په فسادیانو دبرید په اړه دې د زړه په کوم ګوټ کې هم د خوښۍ احساس وموند نو په خپل ایمان او دین ته په تعهد شکر وکاږه!»
لیکوال او دیني عالم ښاغلی رښتین زابلوال صاحب لیکلي دي: «ښه که دا ومنو چي په طلوع شیطان باندي برید توند لاري ده، نوپوښتنه دا ده چي دي توند لاري ته لار چا هواره کړه؟، ولي په دي تیرو ۱۵ کلونو کي یواځي طلوع په نښه شو؟.
له بده مرغه مونږ تل ډیر سطحي فکر کوو، د دي په ځای چې د پیښو لاملونو فکر وکړو تل مو یواځي پیښي غندلي دي.»
فیس بوکي فعال او تکړه لیکوال : ښاغلی اسماعیل نثار صاحب لیکلي : « نن به د شیطاني چینل (فاحش طلوع) مخالفين اکثره دا وايي: طالبانو وښودله چې دوی د افغانستان د مسلمان ولس د ناموس، عزت او راتلونکي نسل واقعي مدافعين دي»
جاويد احمد