Depression خفګان

 

ډیپریشن په دوامداره توګه د ژور خفګان، ناراحتۍ، پریشانۍ او اضطراب احساس ته وایې، له دې ناروغې سره:
– بدني کسالت
– خرابه اشتها
– زړه تنګي
– غم او خفګان، د نا هیلۍ احساس تړلي وي.

ډیپریشن ستاسو فکري قوه، احساس او سلوک تر اغیز لاندې راولي، په ټولنیز یا کورني رفتار کې بد اخلاقي او بد سلوکۍ ته لاره هواروي. ژوند مو بې ارزښته کوي، له دندې مو زړه توروي، ټولنیز ژوند درته له خفګانه ډک ښکاري او په ټوله کې مو په جسمي او رواني کمزورۍ مبتلا کوي.

د ډیپریشن نخښې:

– دفکري تمرکز نه شتون
– د انرژۍ کمښت او ستړیا
– نا هیلې
– بې خوبي
– ذهني نارامي
– سردردي او د عضلاتو درد

د ډیپریشن ګڼ لاملونه دې چې ارثي، چاپیریال، جسمې کمزورۍ او روان په کې ډیر اغیز لري. ورځني ستونزې، په ټولنه کې چټک بدلونونه، د ماشومتوب ستونزې، د حقارت عقده، د والدینو له لاسه ورکول، جنسي تجاوز او داسې نور یې مهم لاملونه دي.

لاندې کسان په دیپریش ژر اخته کیدونکې دې:
– میرمنې
– هغوي چې ترافیکې حادثې یې لیدلي
– د ماشومتوب ستونزې
– چا چې خپل خواخوږې له لاسه ورکړې وي
– هغوی چې د الکولو، سګریټو او نصوارو عادتونه لري.
– هغوی چې د فشار او یا د خوب درمل استعمالوي.

ددې ناروغۍ ضرررونه په لاندې ډول دي:

– اعتیاد ته مو هڅوي.
– اضطراب سبب ګرځي
– له ټولنې مو منزوې کوي
– خودکوشۍ ته مو هڅوي
– کورنې ستونزې را ټوکوي

درملنه:

ددې ناروغۍ د مخنیوي دپاره باید ټولنیز ژوند اختیار کړو، له ملګرو سره ناسته ولاړه لازمي ده، ورزش، سالمه غذا او دارنګه اړونده ډاکتر ته ورتګ تر څو درمل ترې واخلي.

ډاکتر فيض محمد ځلاند

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button