Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د منبر او محراب ارزښت او د ژوندي ساتلو اړتیا یې..! (لومړۍ برخه)

لیکوال: م حماد شیرزاد

د ابلاغ او غږ رسونې لپاره په اوسني عصر کې ډیرې لارې شته، که ووایو چې نن د رسنیو زمانه ده، هم به پړ پاتې نشو، موږ کولای شو چې د الیتکرونیکي، چاپي او غږیږو رسنیو له لارې خپل غږ او یا هم خپل حالت، خپل فکر، خیالات/ احساسات په یو وخت او شیبه کې د نړۍ هر کونج ته ورسوو، چې پکې تلویزون، رادیو، ورځپاڼې، اخبارونه، مجلې، جریدې، کتابونه او د نوي عصر ټولنیزې رسنۍ شاملې دي، خو د دې ټولو پرته یوه رسنۍ داسې هم شته، چې څوک یې په دودیزو رسنیو کې نه شماري، خو په واقعیت کې تر ټولو مؤثر او مثمره میډیا ده، د اصلاح تر ټولو غوره منبع او مرجع ده، هغه منبر او محراب دی، چې د بشریت، خدای پیژندنې، ځان پیژندنې او ټولنې پیژندنې کې یي رول له چا پټ نه دی، بلکې ټولو ته ښکاره او جوته ده، چې منبر او محراب څومره اغیز او تأثیر لري.

منبر او محراب د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې مشهور دی، زموږ په هر جومات کې منبر شتون لري، ځینې منبرونه او محرابونه بیا په تزئین او ښایست کې د اسلامي تاریخ له معماریو شمیرل کیږي، له منبره تل د حق رسا غږ پورته کیږي، په هر وخت او دور کې د فتنو، فسادونو، بدبینیو او باطلو پر وړاندې له منبره د حق نعره پورته شوی، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپل منبره د اسلام د نور خپراوي پیل وکړ، نړۍ ته یې د اخلاقو، صله رحمۍ او صبر درس ورکړ، په لږه موده کې یې د همدې منبر او محراب له لارې د وخت هغه عرب چې په جاهلیت کې یې څاری نه لیدل کیدلو، اصلاح او د وخت غوره خلګ ترینه جوړ کړل.

کلونه او پیړۍ تیرې شوې، خو تر ننه چا د منبر او محراب پر عظمت، ارزښت او اصلاحي مقام ګوته پورته نه کړه، بلکې هر وخت حق ګویه علماؤ، مصلحینو او سلفو د منبر له لارې د امت د بیدارۍ درسونه ورکړي، د ټولنې اصلاح یې کړی، زما او ستا بچي ته یې نیکه لاره ښودلې او له بدو یې تل ساتلي او د خدای له عظمته یې ویرولي یو، تر څنګ یې منبر تل د امت په وحدت، همغږۍ او یووالي کې لویه او غوښینه برخه لري.

بل طرفته باطل هم د منبر او محراب له ارزښت، تأثیر او مقام خبر دی، ځکه هغوی په ریښتیني معنی منبر او محراب پیژندلی چې نعره یې څومره قوي او پر اثره وي، وعظ یې په ټولنه کې څومره لوی بدلون راولي، د مسلمان په علمي او عملي ژوند څومره اثر پریباسي، ځکه یې پر وړاندې دریدلی، پروپاګند یې کړی، د منبر د ساتونکو تر مینځ یې نفاق او مذهب تراشي کړی، پر یو بل یې د ټاپو لګولو هنر ورزده کړی، هغوی کتلي وه چې په لومړنیو پیړیو کې د همدې منبر او محراب له لارې مسلمان یو امت ګرځیدلی و، خو افسوس کله چې د امویانو او عباسیانو د حکومتونو په ځینو دوره کې له همدې منبره بیا پر یو بل تنفید شروع شو، نفاق او ډلې رامنځته شوې، اسلامي امارت نه جبرانیدونکي زیانونه ولیدل، چې تر ننه یې هم داستانونه بااحساسه زړونو ته دردونه رسوي او له سترګو اوښکې روانوي.

دا چې منبر او محراب د ټولنې په اصلاح کې لویه ونډه لري، ساتونکي یې هم باید خپل قدر او ارزښت وپیژني؛ ځکه خو علی رضي الله عنه فرمایلي چې: “کفی بالمرء جهلا ان لا یعرف قدره” او دا د طبیعت اصول هم دي چې کوم شخص خپل قدر وپیژني، خپله ذیمواري/ دنده وپیژني او د خدای رضا هم هدف وګرځوي، نو بیا د ټولنې په اصلاح کې چې کوم کردار نوموړی اداء کولای شي، ټوله میډیا یې هم نشي ترسره کولای، که موږ وګورو او فکر وکړو، نن د میډیا چرچه ده، ټولنیزې رسنۍ بیخي زیات کتونکي لري، خو باطل خپل د فکر ترویج لپاره د منبر له لارې کار اخلي، په سلو کې به ۹۵ فیصده خلګ د باطل منبر له لارې ګمراه او پر غلطو لارو ځي، ډیر کم به یې د میډیا، ګوګل او نورو لارو له خپلې لارې اوړي، خو ډیر کردار پکې د منبر او محراب دی.

که د اندلس له تاریخ خبر یاست، نو هلته منبر او محراب هر وخت د باطل پر وړاندې ستر کار ترسره کړی، خو کله چې هلته هم منبرونو ته نااهله خلګ پورته شول، بې اتفاقۍ رامنځته شوې، په هغه اندلس کې چې مسلمانانو د نړۍ یو غوره او متمدن حکومت پکې ترسره کړی، نن پکې د مسلمان څرک نه لیدل کیږي، الا هغه پست او وروسته پاتې مسلمانان چې هلته یا مسافرۍ کوي او یا هم د آرام او سکون ژوند تیروي، د شرقي ترکستان او ماوراء النهر کیسې هم سره مختلفې نه دي، بلکې کله چې هلته د منبر او محراب سره د ټولنې اړیکه پرې شوې، یا هم منبر ته نااهله خلګ پورته شوي، نو نن د تاسو د هغه سیمو د اسلام حالت په خپلو رڼو سترګو لیدلای شئ.

دا چې منبر په ټولنه کې یو له لویو اصلاحي ځایونو څخه دی، ساتونکی او پر دغه ځای دنده وړونکی شخص یې هم د لوی ارزښت سړی وي، هغه باید په پوهه کې تر نورو ډیر وي، فکري وړتیا باید ولري، د اصلاح طرز او نهج یې باید زده وي، حوصله، صبر او استقامت چې د منبر لپاره تر ټولو مهم خویونه دي باید وئ لري او همدا راز په عمل کې هم له نورو ممتاز او عملي ژوند یې مثال ګرځیدلی وي، لکه سلف او زموږ تیر شوي ستر ستر امامان، پخوا به له مدرسې راوتلی شخص، هم مفتي، هم قاضي، هم ملک او هم د ټولنې یو مشر او هم د دوی لوی مقتداء و، خو متأسفانه چې نن د نصابونو او د پردیو له امله فارغ شوی عالم د نورو په مخکې وینا هم نه شي کولای، نو دا نورې وړتیا لرل خو بیا لرې خبره ده. نور بیا ان شاءالله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button