Jannah Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.

د ایران “یزد ایر” هوايي شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې

عزم: (یکشنبې، د سلواغې لومړۍ نېټه، ۱۴۰۲)؛ په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ اعلان کړی چې د «یزد ایر» هوايي شرکت مزارشریف ته خپلې الوتنې پیل کړي دي.

ایراني رسنیو (شنبې د مرغومي ۳۰مه) د بلخ او تهران ترمنځ د «یزد ایر» د الوتنو د پیل خبر ورکړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ماهان، تبان او کیش ایر هوايي شرکتونو هم افغانستان ته  خپلې الوتنې بیا پیل کړي دي.

په مزارشریف کې د ایران قونسلګرۍ ټینګار کړی چې د یزد هوايي شرکت د الوتنې په پیلېدو سره به د دواړو هېوادونو اتباعو ته اسانتیاوې برابرې شي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ وروسته نړیوالو هوايي شرکتونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.

کابل ته نړیوالې الوتنې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له راتګ وروسته بندې شوې.

افغانستان ته د نړيوالو هوايي شرکتونو د پروازونو د پيل په دوام، دا ځل د ایران «یزد ایر» هوايي شرکت هم بلخ ته الوتنې پیل کړې

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button