په افغانستان کي د عيسويت امتحاني ظهور!

حافظ سلیم
څه موده وړاندي د يو شمير راپورونو او ګنګوسو له مخي ويل کيده چي د کابل په شمول ځينو ولايتونو کي کليساوي جوړي شوي او يو شمير خلک د عيسويت منسوخ او محرف تش په نامه پاتي دين ته اووښتي دي ، خو د افغانانو د عکس العمل د ويري تر اوسه پټي پاتي شوي.
د کابل د شاه دو شمشيره عليه الرحمه پيښه دلته د عيسويت يوه ښکاره بيلګه ده ، چي په امتحاني ډول پيل شوه ،خو لله الحمد د کابل د با احساسه او مسلمان ولس لخوا د سختي ماتي او عکس العمل سره مخ او ناکامه شوه.
ځيني کسان چي دي زړه بوګنؤنکي پيښي ته د رواني ستونزي توجيه کوي ، په دي دليل د منلو وړ نه ده چي ،که د رواني تکليف ستونزه وه بيا يي ولي د يو بل کار اقدام نه کولو ، له دي څخه په څرګنده ښکاري چي د قرآن کريم سره يي قصدي عقده او دښمني درلوده ، بله داچي که رواني مشکل وه بيا دي ښځي له دي ځايه د فرار او تيښتي هڅه نه کوله، دا چي د تيښتي هڅه يي کوله له دي څرګنديږي , چي دي عمل ته يي اراده وه او دا ناوړه عمل ورته جرم ښکاريده.
ددي پيښي هم مهاله د (نن ټکي اسيا) په حواله د غني خيلو په سيمه يو افغان عسکر هم د قرآن کريم بي عزتي کړي او په تبر يي وهلي.
سربيره پر دي د شبنم بارکزي په نوم فسبوک صفحي د موسکا نجيب د فيسبوک – د کابل پيښي په مطلب کي په خپلو کمنټونو ګي (العياذ بالله) قرآن کريم د تشناب کاغذ سره مساوي او خرافاتو کتاب بللي دي.
ددي ټولو هم مهاله پيښو څخه دا په ډاکه کيږي چي دا په افغانستان کي عيسويت د امتحاني ظهور لړي ده ، چي د وړاندي پلان او سازماندهي شوي وه ، خو د با احساسه مسلمان ملت د سخت غبرګون سره مخ شوه او د عيسويانو هيلي د خاورو سره خاوري شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button