د ننګرهار سرپرست والي دقران کریم دسپکاوي په اعتراض کې استعفا ورکړه
دننګر هار سرپرست والي مولوي عطاء الله لودین وروسته له هغه له خپلې دندې لاس په سر شو، چې تیره اوونۍ دننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو دتلاشي په مهال دقران کریم توهین کړی وو،دقران کریم څو نسخې یې په برچو او چا قوګانو څیرلې وې.
دغني خیلو ولسوالي یو شمیر قومي مشران دپیښې په اعتراض کې د ولایت مقام ته ولاړل او په سیمه کې رامنځته شوې زړه بوږنونکې پیښه یې د ننګرهار له سرپرست والي سره شریکه کړه، نوموړي ورسره وعده وکړه چې سیمې ته به هیئت ولیږي او دپيښې په اړه به بیړني تحقیقات وکړي، دنوموړي په وینا په پيښه کې لا س درلودنکي کسان به دمحمکمې میز ته راکش کړي، او که په خپله وعده کې پاته راشي له دندې به لاس په سرشي.
نن د ورځې په جریان کې نوموړي دخپلې استعفا لامل ظاهرا دا وښود چې په خپلو اداري کارونو کې له یوشمیر ننګونو سره مخ دي،خو ډیری کتونکي د مولوي عطاء الله لودین د استعفاء لامل په ننګرهار کې دقران کریم دتوهین پېښه بولي .
احمدبشار