د ماین په چاودنه کې دچهاردرې امنیه قومندان ټپي،زوی او ورور یې وژل شوي
عزم/ نن دورځې ۱۱ بجې شاوخوا دکندز مرکز د(هندوسوزان )په سیمه کې دچهار درې ولسوالۍ د امنیه قومندان غلام محی الدین په موټر د ماین چاودنه ترسره شوه چې پکي دقومندان محی الدین ورور،یو زوی او موټر چلونکي وژل شوي او خپله امنیه قومندان او یو بل ورور یې شدید ټپیان شوي دي.
دپيښې پړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غاړه اخیستې، نوموړي په خپله ټیوټر پاڼه خبر ورکړی چې په حمله کې دقومندان په شمول ۶ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
دکندز دچهار درې ولسوالۍ ډیرې برخې دطالبانو په لاس کې دي،د ګډ حکومت اړوند امنیتي او ادارې منسوبین نشي کولای چې په ازاده توګه په ولسوالۍ کې فعالیت ترسره کړي. د کندز په ولایت په مرکز کې میشت دامنیت ځواکونو، ملی اردو او پولیسو په ګډه څو ځله دچهادرې ولسوالۍ دګڼ سیمو دبیرته نیولو هڅه کړې خو دطالبانو دشدید مقاومت له امله په شاشوي.
احمدبشار