د ۱۳۹۳لمريز کال اسلام ضد فعاليتونه

ليکوال مشفق حريتمل

په ۱۳۹۳ لمریز کال کې په هیواد کې ځینې هغه څه هم وشول چې داسلامي افغانستان په تاریخ کې یې بیلګې نه وې ترسره شوې.

له کابل نه د خپریدونکې انګلیسي ورځپاڼې کې د جاوید احوار د کفریاتو لیکل

د فرانسې له خوا په اسلامي حجاب بندیز او د رولا غني له خوا یې هرکلی

د مدني فعالانو په نامه د امریکایې پروژو پلي کوونکو خدمتګارانو له الله ج څخه د فیسبوک مدیر انصافدار وباله

د همدغې ډلې یو بل حرکت دا و چې په حجاب باندې یې ملنډې ووهلې او هغه یې د ښځو سره د زیاتي وړ وباله

د کابل په واټونو کې د یوې نیمه بربنډې ښځې ګرځېدل چې په حقیقت کې دا هم د کلیسا پروژه وه خو مدني فعالانو(!)نوموړې ښځه رواني ناروغه وبلله

د یوې بلې ښځې له خوا داسې عمل چې مخصوصه اندامونو ته یې اوسپنیز پوښونه وراچول او د کابل په سرکونو کې شهوت پاروونکې حرکتونه ترسره کړل

د هیواد په ترټولو ستر تعلیمي مرکز(کابل پوهنتون) کې په یوې محصلې باندې جنسي تېری کول

په داسې یو هیواد کې چې انسان پکې تر ډېره په یوه او بله پلمه ځورول کیږي نو یوه ډله خلک بیا هم ددې له پاره راټول شول چې د انسان د کرامت له ستاینې تېر شي او خره ولمانځي

په کابل کې د فرخندې په نامه د یوې ښځې له خوا د قرانکریم سوځول

په ننګرهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا د قرانکریم په تبر وهل

اوداسې نور……….

دا هغه څه دي چې په یوه اسلامي هیواد کې یې د ترسره کېدو په اړهه هیڅ فکر نشي کیدلای خو تر څو چې موږ په هیواد کې یرغلګر او د کلیساوو تبشیریان لرو دا حالات به له دې بدتر وي.
خو تر څو چې مسلمان ویښ نه شي او د کفارو فریبونو او اسلام ضد فعالیتونو مخه یې ونه نیسي نو لرې نه ده چې په هیواد کې به په ښکاره توګه د کلیسا فعالیت دوام وکړي.
خدایه هیواد مې د کلیسا ګانو له شومو موخو خلاص کړه. آمين

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button