د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډې خونې بیا فعاله شوي

عزم(سه شنبه، د وري لومړۍ، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې له ایران دولت سره يې تر کلونو وروسته یو ځل بیا ګډې سوداګریزې خونې فعاله کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزي له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل چې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډو خونو فعالیت تر اتلس کلونو وروسته بېرته پیل شوی دی.
دښاغلي الکوزي پر باور چې د دې ګډو خونو د فعالیت د بیا پیلېدو سره به د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
الکوزي پرون ازادي راډیو ته وویل: د دې ګډو خونو د فعالیت د بیا پیل کېدو له کبله به د افغانستان او ایران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي.
نوموړی وايي، چې وسمهال د افغانستان او ایران سوداګري په کال کې ۲ میلیارده ډالرو ته رسیږي او دا کچه تر دې وړاندې یوازې ۹۰۰ میلیونه ډالره وه؛ خو یاده سوداګري د ګډو خونو تر فعالیت مخکې یو اړخیزه سوداګري وه.
تر دې مخکې یو شمېر افغان سوداګرو، صنعتکارانو او د کاخونو څښتنانو شکایت کړی و، چې ایران هغه شیان افغانستان ته په ارزانه بیه صادروي چې په افغانستان کې پخپله تولیدېږي او همدا سبب دی چې افغاني کارخونې ورسره فلجیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button