لور؛ د پلار له کوره تر خسرګنۍ او بیا تر خپل کوره

لور چې له واده وروسته د خسرګنۍ کره ځي، هلته پردۍ نه ښکاري؛ خو کله چې بېرته پلرګنۍ ته راشي او لاس مینځلو نه وروسته د راځوړند لاس پاک پر ځای له خپل بېګ نه لنډ رومال را اخلي؛ نو پردۍ ښکاري.
کله چې د پخلنځي په دروازه کې حیرانه ودریږي او د یوې پيالې اوبو په خاطر هاخوا دېخوا ګوري؛ نو پردۍ ښکاري.
کله چې د هر واړه کار له پاره اجازه غواړي او له دسترخوان غوړېدلو وروسته هم د ست منتظره وي؛ نو پردۍ ښکاري.
چې د پيسو شمارلو پر مهال هاخوا دېخوا ګوري او د ځان خوښ ښودلو په بهانه تېز تېز خاندي؛ نو پردۍ ښکاري.
کله چې بېرته ځي او ستا د دې پوښتنې په ځواب کې چې: (بېا به کله راځې) درته ووايي: (خدای خبر چې کله به راشم!)؛ نو پردۍ ښکاري.
خو کله چې موټر کې کیني او خپلې اوښلنې سترګې ژر ژر صفا کړي؛ نو همدا پردیتوب په یوه ثانیه کې له اوښکو سره وبهیږي او هغه بېرته پخوانۍ لور ښکاره شي!
ژباړه: زلمی احساس