د شاعر اعلی ظرفي

سیماب اکبرآبادی (۱۸۸۰_1۱۹۵۱) مشهور شاعر او د (شاعر) مجلې مشر و. دا ادبي رساله چې اوس یې هم د هغه لمسیان ممبۍ کې نشروي، خپلې سلیزې ته لنډه ده.
د سیماب سلګونه زده کوونکي و؛ یو تن یې خپله کیسه داسې لیکي:
په اجمیر شریف کې یو ځای مشاعره وه. یو تن د سیماب صیب له جېبه شعر را وویست او د هغه په مخکې یې ووایه. خلکو چې ویونکي ته په کومو بیتونه داد ورکړ، سیماب صیب هم پرې دریغ ونکړ او ښه ډیر یې لاسونه ورته وټکول.
وروسته د سیماب صیب وار شو، هغه خپل پخواني شعر نه ۱۵ بیتونه وویل او خپل کور ته لاړ.
په سبا هغه تن چې مشاعره کې یې د سیماب صیب بیتونه ویلي و؛ هغه ته راغی او ویې ویل: ما ستاسې امتحان اخیسته، چې پکې کامیاب شوئ. که کوم بل شاعر وای؛ حتماً به یې شور جوړاوه چې دا خو زما غزل دی او ده غلا کړی دی؛ خو تاسې داسې ونکړل. سر له ننه مو زه شاګرد یم.
سیماب صیب په موسکا وویل: د دې هیڅ ثبوت نشته، چې هغه غزل زما و.
ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button