د کوهستانات او بلخاب ولسوالیو لارې له تیر یوکال راهیسې د دولتي مامورینوپر مخ تړلې دي

د سرپل د ولایتي شورا یو شمیر غړو ویلي، طالبانو د بلخاب ــ سنچارک ولسواليو د لارې په اوږدو کې پوسته اچولې او په لارې تیریدونکي نظامي کسان او دولتي مامورین تعقیبوي،د ولایتي شورا غړی محمد علی حکیمي وایي که دولت ددې لارې د امنیت لپاره جدي ګامونه وانخلي خلګ مجبور دي چې د طالبانو څنګ ونیسي او هغوئ ته واوړي.
د بلخاب ولسوالي خلګو رسنیو ته ویلي دا لار یوازي د دولتي کارمندانو پرمخ نه ده تړل شوې،بلکي له تیرو څلورو وروزو راهیسې عام خلګ هم په لار کې د امنیتي پیښو د رامنځ کیدو له امله نشي کولای په دې لار عبور وکړي
د سرپل ولایت د خلګو نماینده ګانو ویلي، یوازې د بلخاب لار نه ده چې تړلی شوې بلکې د کوهستانات ولسوالۍ لار له تیر یوه کال راهیسې د دولتي منسوبینو پر مخ تړل شوې هیڅ څوک جرات نشي کولای چې له دې لاري تیر شي، د کوهستانات ولسوالی په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې ده.
د سرپل ولایت امنیه قومندان نور حبیب ګلبهاري د یادې موضوع په اړه وايي، د بلخاب ــ سنچارک ولسوالیو په مسیر کې یو شمیر وسلوال مخالفین حملې ترسره کوي خو دا موقتي دي او لار د اوږد وخت لپاره نه ده تړل شوې.
خو په سیمه کې ولسي خلګ د امنیه قومندان خبر نه تایدوي، او وایي چې د لارې پر سر ځای ځاي طالبان پوستې لرې او د لارې کنترول یې په لاس کې دی.
احمد بشار