غزل – اميد

اميد عمر خيل
د کمره په سر ختلی څوک شفق پسې ورګوري
توره شپه یې سبا کړې غږ د حق پسې ورګوري
چاېې سترګې ورتړلي چاېې خوله هم ورګنډلې
ور تړلی د جومات دی څوک سبق پسې ورګوري
زما چینې دي تګې تګې اوس له کاڼو اوبه وځي
دې باران سره رانجه اوري څوک ترق پسې ورګوري
اخ، توتکۍ بچي یې مړه کړل شنه مرغۍ له کلي لاړه
دنګ چنار کې ځاله ورانه کوم رونق پسې ورګوري