په کندهار ښار کې چاودنې پنځلس تنو ته مرګژوبله اړولې

عزم ( ۹۴ د غویي لومړۍ ) د کندهار ښار په لویديځ میرویس مېنه کې د چاودیدونکو توکو په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک د پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې پېښه د هغو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې چې پوليسو له یوې سیمي څخه بلې ته لېږدول.
د کندهار د میرویس روغتون يوه سرچینه وایي په ټپیانو کې ۷ پوليس او ۷ ملکي وګړي شامل دي چې په عامو وګړو کې ۴ ښځې ، ۲ ماشومان او یو نارینه شامل دی.

دا یوه درنه چاودنه وه چې د کندهار ښار یو شمېر برخې یې لړزولي او د پېښې په سیمه کې د عامو وګړو کورونو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

پخواني معلومات

د کندهار ښار د میرویس مېنې په سیمه کې نن سهار یوه درنه چاودنه شوې ده.

د کندهار سیمه ییز چارواکي یوازې د پېښې پخلی کوي خو د تلفاتو په اړه څه نه وایي.

له سیمې څخه خبري سرچینې وایي چې دا چاودنه د موټر بم په وسیله رامنځته شوې ده او ډېره درنه چاودنه وه.

د سرچینې په خبره چاودنې تلفات اړولي خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه شوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button