طالبان : د سرونو غوڅول له نظامي تګلارې خلاف عمل دی

د تیرې حمل میاشتې په ۲۳ نیټه د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې طالبانو د افغان حکومت د امنیتي عسکرو په پوستو پراخ برید ترسره کړ، د راپورونو لمخې په دې حمله کې تر ۶۰ زیات امنیتي عسکر مړه اوژوبل شول،له حملې وروسته د جګړې په ډګر کې د عسکرو د پاته شویو جسدونو په منځ کې څو داسي جسدونه وموندل شول چې سرونه یې له تنه غوڅ شوي وو،هغه مهال د بدخشان امنیتي عسکرو د پیښې پړه په طالبانو واچوله او زیاته یې کړه چې د ۲۸ تنو عسکرو سرونه غوڅ شوي دي. دې سترې پیښې داولسي جرګې او پارلمان پر غړو برسیره د عامو خلګو احساسات راوپارول او افغان حکومت یې ملامت کړ چې ولي دداسي درنې مرګ ژوبلې په مخنیوي کې پاته راغلي.

نن طالبانو د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره ومنله چې د بدخشان په جرم ولسوالي کې د عسکرو سرونه د دوي څو تنو احساساتي افرادو په خپل سر غوڅ کړي وو په سیمه کې د مجاهدینو د مشر په امر نه وو ،په اعلامیه کې په تفصیل راغلي، د جرم تر حملې وړاندې دتیرې حمل میاشتې په ۲ نیټه ،د وردوج په ولسوالي کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځ ته شوه چې په حمله کې څو تنه طالبان ووژل شول،له جګړې وروسته د ملي اردو عسکرو لخوا د وژل شویو طالبانود پاته شویو جسدونو په ځینو برخو، مخونو باندي د کلاشینکوف زیاتي مرمۍ ویشتلې وي او جسدونه یې له پيژندګلوي ایستلي وو، نو داردو د عسکرو ددې وحشیانه چلند په مقابل کې څو تنو احساساتي کسانو په خپل سر د څوتنو عسکرو سرونه غوڅ کړي وو، په اعلامیه کې دبدخشان د امنیتي چارواکو دا خبره چې د ۲۸ تنو عسکرو سرونه غوڅ شوي رد شوي او ویل شوي چې یوازي د ۷ تنو سرونه غوڅ شوي دي.

طالبانو په اعلامیه کې په خپلو کسانو ږغ کړی، چې د جګړې پرمهال باید د اسلامي اصولو او دنظامي لایحې مادې کلکې په نظر کې ونیسي،اعلامیه زیاتوي ، د نظامي لایحې په ۲۱ ماده کې راغلي(  که کوم مجرم شرعا د قتل مستحق وي، او د وژلو حکم یې وشي، هغه که جاسوس وي که بل مجرم، د ټوپک په وسیله دې ووژل شي، او عکاسي کول یې ممنوع دي ).

په اعلامیه کې طالبانو خپلو افرادو ته توصیه کړې او زیاتوي چې،( که څه هم  یرغلګر او روزل شوي یې، هر څو د مجاهدینو په وړاندې د اسلامیت او انسانیت خلاف کړنې تر سره کوي، خو مجاهدین باید له اسلامي اصولو سره سم عمل وکړي، ددښمن ناروا او ظلم کله هم باید موږ او تاسو باید د اصولو خلاف ورزیو ته ونه هڅوي.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button