چارواکو تر مرګ وروسته ددفاع وزارت قراردادونه امضاء کړي

ددرغلیو تداوم، ددفاع وزارت په یوشمېر قراردادونو کي دداسي کسانو لاسليکونه ليدل کيږي، چي دقرارداد تر لاسلیک وړاندي مړه شوي دي.

دولسي جرګې غړو ددغې موضوع په را برسېره کولو سره ددفاع وزارت په تړونونو کي دنورو درغلیو څخه پرده پورته کړه.

دولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري تيره ورځ دجرګې په عمومي غونډه کي وویل، چي دعدليې پخوانی وزیر د۱۳۹۲ کال دکب په 28 نېټه مړ شوی دی، خو لاسليکونه یې په هغو تړونونو کي ليدل کیږي، چي په۱۳۹۳ کال کي په دفاع وزارت کي لاسلیک شوي دي.

دجرګې بلې غړې نیلو فر ابراهيمي وویل، چي غالب د۱۳۹۲کال په کب میاشت کي مړ شوی، خو لاسلیکونه یې په هغو قراردادونو کي لیدل کیږي، چي د۱۳۹۳ کال په زمري میاشت کي لاسلیک شوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي وروستیو موندنو ښودلې، چي ددفاع وزارت دتیلو په قراردادونو کي ۱۰۰ میلیونه ډالره درغلي شوې وه، چي ددغه وزارت پخوانیو او اوسنیو چارواکو پکي لاس درلود.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button