يوې مصري محکمې د اخوان المسلمين ۲۲ غړي د مرګ په سزا محکوم کړل

(۰۱ غويي ۹۴ عزم ) د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين ۲۲ تنه غړي چې په ۲۰۱۳ م کال د مصر د پلازمينې په کرداسه سيمه کې د امنيتي سرتېرو په پوسته په بريد تورن وو د مرګ په سزا محکوم کړل.
د محکمې د مالوماتو له مخې په دغه بريد کې يو د کوچني عمر ماشوم هم و چې هغه د کم عمرۍ له امله په لس کاله بند محکوم شوی.
محکمې ويلي چې تورنو کسانو اعتراف کړی چې د کرداسه په سيمه کې يې د پوليسو په يوه مرکز بريد کړی چې په نتيجه کې يې يو امنيتي سرتيری وژلی.
په تورنو کسانو د محکمې له خوا د وژلو،او دولتي تاسيساتو ته د زيان اړولو تور پورې شوی دی.
د مصري محکمې دغه قاضي چې محمد ناجي شهات نوميږي د اخوان المسلمين زرګونو غړي يې د مرګ او بند په سزا ګانو محکوم کړي دي.
د يادونې وړ ده چې د ۲۰۱۳ م کا ل د جولايي په مياشت کې چې د مصر لومړی منتخب ولسمشر ډاکټر محمد مرسي له واکه د لرې کولو او زندان ته له لېږلو وروسته د عبدالفتاح السيسي په مشرۍ پوځي نظام کې تر اوسه پورې د اخوان المسلمين تر ۲۰ زرو زيات سياسي او مذهبي غړي نيول شوي دي چې اوس يې دوسيې په بېلابيلو محکمو په اجتماعي بڼه روانې دي.
په يوه محکمه کې يوازې د دوه ورځو په موده کې د اخوان له پنځه سوه څخه زيات غړي د مرګ په سزا محکوم شوي دي.
د مصري محکمو په دغه ډول پرېکړو د بشري حقوقو نړيوالو ټولنو نيوکه کړې او دغه ډول پرېکړې يې له انصاف او عدالت سره په ټکر کې بللې دي.
عبداللطيف نظيف