جاپان: اور ګاډي په يو ساعت کې ۶۰۰ کېلو متره واټن وواهه

عزم /  په جاپان کې يوه اور ګاډي  خپل ازمايښتي سفر ترسره کړ چې په نتيجه کې يې په يوه ساعت کې ۶۰۳ کېلو متره واټن وواهه چې له امله يې د غه اور ګاډي د سرعت لومړي مقام وګاټه.

د جاپان د مقناطيسي  اور ګاډي ادارې (ميګليو) نن وويل چې د ۷ بکسو يو اورګاډي نن(سه شنبه) د سرعت خپل لومړۍ مقام هغه وخت ترلاسه کړ چې  ۶۰۳ کېلو متره واټن يې په يوه ساعت کې وواهه.

تر دې مخکې د اور ګاډي د زيات سرعت ريکارډ په تېره اوونۍ کې په يوه ساعت کې ۵۹۰ کېلو متره  ثبت شوی و چې د ۲۰۰۳ کال ثبت شوی ريکارډ يې مات کړ.

ميګليو د ميګنيټک ليونټيشن مخفف دی او دغه اور ګاډی د برقي مقناطيسي قوت په مټ سفر کوي.

ميګليو ويلي دي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به دغه اور ګاډی د جاپاني ولس د عامې استفادې وړ وګرځي.
چې په لومړي سر کې به دغه اورګاډی د ټوکيو او ناګويا ترمنځ چليږي.ميګليو اورګاډي ته د سرعت  اندازه
۵۰۰ کېلو متره ټاکلې ده.

دټوکيو او ناګويا دواړه ښارونه چې د ۲۸۶ کېلو مترو په واټن کې پراته دي دغه اورګاډی به  په ۴۰ دقيقو کې دغه واټن وهي خو اوس مهال په جاپان کې تر ټولو تيز اورګاډی دغه فاصله په يو نيم ساعت کې وهي.
د ميګليو په دغه پروژه د جاپان ددولت ډيره بوديجه مصرف شوې ده چې يوازې له ټوکيو څخه تر ناګويا پورې په غزيدلې ليکې يو ميليارد  ډالر مصرف راځي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button