ډاکټر محمد مرسي په شل کاله بند محکوم شو

عزم/ د مصر يوې محکمې  د مصر پخوانی منتخب ولسمشر ډاکټر محمد مرسي د خپلې واکمنۍ پر مهال د لاريون کوونکو په نيولو او زنداني کولو په تور په ۲۰  کاله  بند محکوم شو.

د ډاکټر محمد مرسي په محاکمه کولو د اخوان المسلمين د ګوند غړيو د جنرال عبدالفتاح السيسي او د مصر د حاکم نظام په اړه اعتراض کړی او ويلي يې دي چې سيسي له عدالت څخه د يوې وسلې په توګه کار اخلي.
ډاکټر محمد مرسي د
۲۰۱۳ زيږديز کال د جولايي په ۳ مه نېټه  د مصر د فوځ مشر عبدالفتاح السيسي د يوې کودتا په ترڅ کې ځان واک ته ورساوه او ډاکټر محمد مرسي يې زنداني کړ.
ترهغې وروسته  د اخوان المسلمين شاوخوا
۲۰ زره غړي يې په بېلابيلو محکمو کې په بند او د مرګ په سزا  ګانو محکوم کړل.

 عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button